عبدالله: انتخاباتو کې له بایومټریک سیسټمه د استفادې په اړه ژر پریکړه کېږي

د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې د بایومټریک له سیسټمه د ګټې اخېستنې په اړه د یو شمېر سیاسي ګوندونو له لوري تر سختو اعتراضونو وروسته اوس د افغانستان اجرائیه رئیس وايي چې په نېږدې راتلونکې کې به د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په‎دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې له مخې به‎يې د سیاسي احزابو اندېښنې ختمې شي.

عبدالله عبدالله چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین ربانې د وژل کېدو په اووم تلین یاد غونډه کې يې خبرې کولې وویل چې حکومت د شفافو انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وايي:

"په راتلونکو انتخاباتو کې د بایومټریک له سیسټمه د استفادې په اړه به د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي، په‎دې اړه چې خلکو او سیاسي ګوندونو کومې اندېښنې درلودې ټولې به رفع شي."

ښاغلي عبدالله د هغه څرکندونو په اړه چې د موقت حکومت په اړه شوي وویل چې د ملي یووالي حکومت به د راتلونکو ولسمشرېزو انتخاباتو تر ترسره کېدو پورې دوام ولري.

دا څرګندونې په‎داسې حال کې کېږي چې د افغانستان ملي ائتلاف او یو شمېر سیاسي ګوندونو ویلي وو، که په راتلونکو انتخاباتو کې له بایومټریک سیسټمه ګټه وانه‎خېستل شي، دوی به د انتخاباتو د ترسره کېدو په وړاندې ودرېږي.

په دې اړه نور:

د ټاکنو کمېسیون: په انتخاباتو کې له بایو مټریک سیستمه د استفادې په هڅه کې یو

همدا شان د نوم‎‎لېکنې د پروسې لغوه کول او د انتخاباتو له ټولو پروسو د سیاسي ګوندونو څارنه د ملي ائتلاف نورې غوښتنې دي.

هغه غوښتنې چې د منل کېدو په هدف يې ملي ائتلاف په ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ او کندز کې د کمېسیون د ولایتي دفترونو دروازې هم وتړلې چې لا هم د کندهار او بلخ د انتخاباتو د سیمه‎ییزو دفترونو دروازې تړلي او په نورو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري پرانېستل شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې يې د بایومټریک سیسټم د کارونې په اړه څېړنې او مطالعات پیل کړي دي.

انتخاباتو کمېسیون به ډېر ژر د بایومټریک په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکو ویلي چې که څه هم راتلونکو انتخاباتو ته کمه موده پاتې ده، خو بیا هم دوی هڅه کوي چې په‎دې انتخاباتو کې له بایو مټریک سیسټمه ګټه واخلي.

په همدې حال کې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق چې په یاده غونډه کې یې برخه اخېستې وه، وویل چې ښاغلي عبدالله ورته ډاډ ورکړی چې په راتلونکو انتخاباتو کې به له بایو مټریک سیسټمه استفاده وشي.

نوموړي د سیاسي احزابو په وړاندې له زوره استفاده په هېواد کې د یوې بلې کورنۍ جګړې پیل یاد کړ او په‎دې برخه کې يې په خبرو اترو ټينګار وکړ.

محمد محقق

نوموړي زیاته کړه:

"ښاغلي عبدالله راته وویل چې په راتلونکو انتخاباتو کې د بایومټریک له سیسټمه د ګټې اخېستنې په اړه پرېکړه شوې ده چې دا یو ښه قدم او د حکومت، خلکو او سیاسي ګوندونو په ګټه دی. "

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په‎دې ناسته کې وویل چې د افغانستان ثبات پر شفافو انتخاباتو پورې تړلی دی.

نوموړي همدا شان یو وار بیا په هېواد کې د انتخاباتي نظام او سیاسي جوړښت په بدلون ټينګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

نوموړي وویل:

"یو کس یوه رأیه، نه یو کس یو میلیون رأی په اصل ټینګار کوم، ځکه د افغانستان راتلونکي روښانتیا او ثبات په ډیموکراسۍ ټینګار کوي او په ټینګار سره وايم چې د غیر شفافو انتخاباتو ترسره کول به په ډیموکراسۍ د خلکو باور زیانمن کړي."

له دې ټولو سره-سره د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا که څه هم په انتخاباتو کې له بایومټریک سیسټم نه استفاده نېک ګام بولي، خو وايي په دومره کمه موده کې له دغه سیستم نه استفاده به پر انتخاباتو اغېز وکړي.

راپور: اکرام‎الله اکرام