د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

وال سټريټ ژورنال: مافیا چې افغانستان تهديدوي


  • ګارډين ورځپاڼه

اسلامي دولت سخت دريځه ډله يا داعش خپل اهداف لټوي او د عاشورا مراسم د ټوپکونو او بيرې په حال کې لمانځل کېږي.

دا د ګارډين ورځپاڼې د يوې مقالې عنوان دی.

د ورځپاڼې په وينا، محمد رضا ترکمني دوې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره کلاشينکوف وپيره.

په مقاله کې راغلي چې دغه ۲۷ کلن لوستی سړی په تيلي کام شرکت کې يو انجينر دی چې هيڅ کله يې جګړه نه ده کړې او نه يې غوښتي چې جګړه وکړي.

ورځپاڼه ليکي، سږ کال ترکمني احساس کوي چې د ټوپک پرته بله چاره نه لري.

د مقالې په وينا، دغه افغان د افغانستان له هغو سلګونو شيعه ګانو څخه دی چې د عاشورا د مراسمو پر مهال يې د خپل امنيت په خاطر وسلې پورته کړي.

ګارډين: ځینې خلک دعاشورا د مراسمو پر مهال د خپل امنيت په خاطر وسلې پورته کړي
ګارډين: ځینې خلک دعاشورا د مراسمو پر مهال د خپل امنيت په خاطر وسلې پورته کړي

دا مراسم په تکراري توګه تر حملو لاندي راغلي دي.

ورځپاڼې د ترکمني له قوله ليکلي چې ډېر غمجن احساس کوي.

دغه کس زیاته کړې چې په داسي هیواد کې ژوند کوي چې هره شېبه د حملې امکان شته.

دی له هغو کسانو دی چې په داوطلبه توګه له څو اوونیو راهيسي د يوه جومات په زیر زميني کې يې د خپل ځان او نورو د امنيت نيولو روزنه ليدلې.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په دې عنوان يوه مقاله خپره کړې ده: مافیا چې افغانستان تهديدوي.

د دې راپور په لومړي سر کې راغلي، په راتلونکو اوو مياشتو کې په افغانستان کې دوه انتخابات کيږي.

وال سټريټ ژورنال:د تنظيم شويو سياسي تاوتريخوالي د تهديد زياتېدو، انتخابات زيانمن کړي دي

د ولسي جرګې انتخابات د روان کال په تله مياشت کې او د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي کال په وري مياشت کې کيږي.

ورځپاڼې لیکلي: د تنظيم شويو سياسي تاوتريخوالي د تهديد زياتېدو دغه انتخابات زيانمن کړي او د حکومتولۍ پر لور د ملت په لاره کې خنډ شوي دي.

د تنظيم شويو سياسي تاوتريخوالي د تهديد زياتېدو دغه انتخابات زيانمن کړي او د حکومتولۍ پر لور د ملت په لاره کې خنډ شوي دي.

ورځپاڼې ليکلي، له هغه راهيسي چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو رژيم سقوط وکړ، تر بل هر وخت جرم او جنايت زيات شوی دی.

ورځپاڼې ليکلي، شبکو د مافيا په توګه پر کابل یرغل کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، دغه شبکې د مخدره موادو تجارت په لاس کې لري او وسله والې غلاوې او ډليېز جنګونه د کابل سرکونو ته تاوتریخوالی راولي.

د وال سټريټ ژورنال په ليکنه، د جنايت څپو د سياسي ثبات او کورني امنيت پر وړاندي جدي خطر جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG