د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۴

نړۍ

د روسیې پریمورسکي کرای سیمه کې د ټاکنو پایلې لغوه شوې

د روسیې په لیرې ختیځ کې د پریمورسکي کرای سیمې انتخاباتي چارواکي وايي چې د سیمې د والي د انتخاب لپاره د وروستیو ټاکنو پایلې یې چې تر لانجې لاندې وې، لغوه کړي.

د روسیې د انتخاباتي ادارو چارواکو نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه وویل چې په ټاکنو کې جدي درغلۍ شوې وې.

د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مشرې ایلا پامفیلوا پرون وړانديز کړی و چې په سیمه کې چارواکي په پریمورسکي کرای کې د انتخاباتو د دوهم دور پایلې لغوه کړي.

پاميلووا وویل چې په‎دې ټاکنو کې د رأیو صندقونو ته د رأیو پاڼې مخکې له مخکې وراچول شوې وې، رأیې له خلکو په بیه اخیستل شوې وې، پر خلکو زور شوی و چې رأیه ورکړي او د رأیو په حساب کې هم درغلي شوې وه.

د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مشرې وویل چې په‎دې سیمه کې د ټاکنو پایلو متعجب کړي او چارواکي باید هغه کسان چې سرغړونو ته‌یې لار برابره کړې وه، مجازات کړي.

په‎دې سیمه کې د قانون له مخې درې میاشتې وروسته بیا انتخابات کېدلای شي.

په سیمه کې د کمونېست ګوند پلویانو ادعا کړې چې انتخابات‌يې ګټلي وو او په ټاکنو کې د درغلیو په اړه‌یې د جنايي تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د کرملېن د پلوي ګوند، متحدې روسيې کاندید په انتخاباتو کې ظاهراً بری ګټلی و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بقايي: پر لبنان د اسرائیل بریدونه باید ودرول شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له متحده ایالاتو سره نهايي هوکړې د رسیدو لپاره د خبرو دوام به هغه وخت ممکن وي چې واشنګټن د وروستي تفاهم‌ لیک مواد عملي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د سې‌شنبې په ورځ (د سرطان ۹مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به روان بهیر وارزول شي او د همدې ارزونې پر بنسټ به پرېکړه وشي چې د نهايي تړون لپاره خبرې په کومه بڼه او څه وخت پیل شي.

بقایي همدارنګه د ایران او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک د لومړۍ مادې په اړه وویل چې د تهران لپاره «اصلي معیار» دا دی چې واشنګټن اسرائیل دې ته اړ کړي چې پر لبنان خپل بریدونه ودروي.

هغه چې د ایران د مرکچي پلاوي ویاند هم دی، د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې پر لبنان د اسرائیل بریدونه باید ودرول شي.

ایران: له امریکايي چارواکو سره د مذاکراتو لپاره هېڅ برنامه نه لرو

د منځني خیتځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانکړی استازی سټیف ویتکاف د قطر پلازمینې دوحې ته روان شوی دی.

ایران بیا اعلان کړی چې امریکايي چارواکو سره د خبرو اترو هیڅ برنامه نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبې پر خپلې ټولنیزې پاڼې تروت سوشېل لیکي و، "امریکا د سه شنبې په ورځ له ایراني چارواکو سره په دوحه کې ګوري".

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ایراني او امریکايي چارواکي روانه اوونۍ سره ګوري.

ټاکل شوې وه چې د جون په ۲۸مه امریکايي او ایراني چارواکي د سویس د مذاکراتو په دوام په دوحه کې خبرې اترې وکړي، خو پر ایران د امریکا وروستیو بریدونو دغه خبرې وځنډولې.

نن د جون ۳۰مه د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ ده

نن د جون ۳۰مه د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ ده.

دغه ورځ له کورنیو، ملګرو او په نړیواله کچه د اړیکو، سوداګرۍ او د ټولنو په نښلولو کې د ډیجیټلي پلاټفورمونو رول ته ځانګړې شوې ده.

هره ورځ نژدې پنځه میلیادره خلک په نړۍ کې ټولنیزې رسنۍ کاروي.

فیسبوک، ټیک ټاک، انسټاګرام، وټساپ، یوټیوب، ټویټر او لینکډن د ټولنیزو رسنیو مشهور پلټفارمونه دي.

د ټولنیزو رسنیو ورځ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰کال کې د یوې امریکايي ویب پاڼې له لورې رامنځته شوه.

وینزویلا کې د ریښتر په کچه ۴.۶ درجې یوه بله زلزله وشوه

په کاراکاس کې د وروستیو زلزلو د ویجاړي یو انځور
په کاراکاس کې د وروستیو زلزلو د ویجاړي یو انځور

په داسې حال کې چې وینزویلا کې د ژغورنې ډلو د څلورمې ورځې لپاره د تېرې اوونۍ د زورورو زلزلو په زیانمنو شویو سیمو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ، د امریکا د ځمکپوهنې ادارې (USGS) وویل چې د پلازمینې کاراکاس په شمال کې د ریښتر په کچه ۴.۶ درجې یوه بله زلزله وشوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د وینزویلا د ملي شورا مشر، خورخه رودریګز، په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې تر اوسه د دې نوې زلزلې له امله د کوم زیان راپور نه دی ترلاسه شوی.

د تېرې چهارشنبې د دوه زلزلو د مړو شمیر ۱۵۰۰ کسانو ته رسیدلی او سلګونه ودانۍ نړېدلې دي.

نړیوالې ټولنې د وینزویلا لپاره پراخې مرستې پیل کړي دي.

د وینزویلا د چارواکو په وینا، تر اوسه ۲۴ هېوادونو څه دپاسه ۵۰۰ ټنه مرستندوی مواد ، ۲۷۰۰ د ژغورنې او ملاتړ ځواکونه، او شاوخوا ۸۶ د لټون او ژغورنې سپي دغه هېواد ته استولي دي.

کورنیو او نړیوالو ژغورونکو ډلو د شپې له خوا هم خپلو هڅو ته دوام ورکړترڅو مړي او ټپیان له خاورو را وباسي.

د لبنان د پوځ قوماندان او سیمه کې د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي د درې اړخیز تړون د عملي کېدو په اړه خبرې کړي

اسرائیل او د لبنان حکومت د متحدو ایالاتو په منځګړیتوب موافقه وکړه چې اوربند نافذ کړي.
اسرائیل او د لبنان حکومت د متحدو ایالاتو په منځګړیتوب موافقه وکړه چې اوربند نافذ کړي.

د لبنان پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د پوځ قوماندان او سیمه کې د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي د هغه درې اړخیز تړون د عملي کېدو په اړه خبرې کړي دي چې تېره اوونۍ د امریکا، لبنان او اسرائیل ترمنځ لاسلیک شو.

د لبنان د پوځ اعلامیه وايي، د پوځ قوماندان رودولف هیکل د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د قوماندان امیرالبحر براد کوپر سره د لبنان او سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسرائیل د تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته پر لبنان خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.

د اسرائیلو پوځ هم ویلي چې د حزب‌الله غړي یې خپلې امنیتي سیمې ته نږدې په نښه کړي دي؛ هغه سیمه چې د لبنان خاوره کې دننه شاوخوا ۱۰ کیلومتره غځېدلې ده.

د جمعې په ورځ، لبنان او اسرائیل د امریکا په ملاتړ یو درې اړخیز تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د جګړو پای ته رسول دي.

لبنان ژمنه کړې چې د غیر دولتي وسله‌والو ډلو د بې‌وسلې کولو او د هغوی د اړوندو جوړښتونو د له منځه وړلو له لارې به پر خپلې ټولې خاورې خپل حاکمیت بېرته ټینګ کړي، هغه اقدام چې د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو لپاره به زمینه برابره کړي.

اسرائیل او امریکا حزب‌الله یوه ترهګره ډله بولي، خو اروپایي ټولنې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې. د حزب‌الله استازي د لبنان په پارلمان کې هم حضور لري.

ټرمپ: سبا سې شنبې به په دوحه کې له ایران سره غونډه وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي له ایران سره غونډه به چې دې هیواد یې غوښتنه کړې وه، سبا سې شنبې د قطرپه پلازمینه دوحه کې جوړه شي. هغه دا خبر نن دوشنبې پرخپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشال ورکړ خو نور جزیات یې ورنکړل.

خو د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي د رسنیو هغه راپورونه ردکړل چې ګواکې تهران او واشنګټن به روانه اوونۍ تخنیکي خبرې اترې ترسره کړي. د غریب آبادي په خبره که څه هم د مقابل لوري د ژمنو د پلي کېدو د تعقیب په ګډون له قطر سره د معمول له مخې سلا مشورې روانې دي خو په دوحه کې د کاري ډلو د تخنیکي خبرو د ترسره کیدو په اړه راپورونه د تایید وړندي.

پوتین ومنله چې روسیه د انرژۍ له کمښت سره مخ ده

د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین ومنله چې روسیه د انرژۍ له کمښت سره مخ ده. پوتین د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۸ د واکمن ګوند، متحدې روسیې، د لوړپوړو چارواکو یوې غونډې ته وویل: "تاسو ښه خبر یاست چې چلوونکي او کاروباریان تراوسه له ستونزو سره مخامخ دي." هغه زیاته کړه: "له بده مرغه، لا هم د تیلو په سټیشنونو کې کتارونه شته."

هغه زیاته کړه: "موږ باید د ترهګریزو بریدونو اغېز پر خپلو ملکي هدفونو او زیربناوو تر ټولو ټیټې کچې ته راولو،" چې په ښکاره اشاره یې د اوکراین د ډرون وروستیو بریدونو ته وه چې د روسیې په دننه کې یې د انرژۍ پرمهمو تاسیساتو ترسره کړي دي.

اوکراین په دغو بریدونو کې د تیلو ټرمینلونه، د تیلو تصفیې خونې او پایپ لاینونه په نښه کړي دي. لږ تر لږه ۱۷ سیمو کې د پټرولو او ډیزلو د پلور لپاره اجباري محدودیتونه لګول شوې او لسګونه نورو سیمو کې د سون توکو د کمښت یا محدودیتونو راپورونه ورکړل شوي دي.

چارواکي: امریکا او ایران منلې چې پریوبل بریدونه دروي او بیرته خبرو ته کښیني

امریکا او ایران هوکړه کړې چې پر یوبل بریدونه دروي، خبرې له سره پیلوي او اجازه ورکوي چې د هرمز تنګي له لارې د کشتیو تګ راتګ په خوندي ډول دوام وکړي. دا خبره یوه امریکايي چارواکي د ازادې اروپا - ازادي راډیو ته کړې او د اکسیوس راپور له مخې ټاکل شوې چې خبرې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.

امریکايي چارواکي د جون په ۲۸مه ناوخته وویل: "د تفاهم ‌لیک د ټولو برخو په اړه تخنیکي خبرې به دوام ومومي. دواړه لوري به د اوس لپاره خپل پوځي اقدامات ودروي، او بېړۍ به وکولای شي د هرمز له تنګي څخه په ازاد او خوندي ډول تګ راتګ وکړي."

د اکسیوس د راپور له مخې، چې هغه هم د یوه امریکايي چارواکي له قوله خپور شوی، ټاکل شوې چې دواړه لوري د جون په ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري.

د ې چارواکي ویلي: "موږ پرېکړه وکړه چې ټول پوځي یا جګړه‌ ییز عملیات ودروو."

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ایران، د امریکا له ‌خوا پر دغه هېواد د بریدونو او د خپلې ادعا له مخې د وروستي هوکړه‌ لیک څخه د سرغړونو په غبرګون کې د جون په ۲۸مه له امریکايي مذاکره کوونکو سره له مخکې ټاکل شوې لیدنې ته له حاضرېدو ډډه وکړه.

د ایران د ستر مشر د دفتر چارواکي مهدي فاضلي وویل. " یو له لاملونو دادی چې موږ دې ته ځیریو چې ایا کنګل شویو پیسو ته لاسرسی لرو که نه. که لاسرسی نه وي، نو دا شرط نه دی پوره شوی." سمدستي نورجزییات ندي خپاره شوي.

اسراییلو له لبنان سره د تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته بیا بریدونه کړي

لبنان یوه برخه تر بریدونو وروسته
لبنان یوه برخه تر بریدونو وروسته

د لبنان دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ، راپور ورکړ چې اسراییلو له لبنان سره د تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته په دوی خپل بریدونه بیا پیل کړل.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې د لبنان روغتیا وزارت وویل د هیواد په جنوب کې د اسراییلو په هوايي برید کې یو کس وژل شوی دی.

د اسراییلو پوځ وویل چې دوی د حزب الله غړی امنیتي زون ته نږدې په نښه کړی، هغه سیمه چې د لبنان خاوره کې ۱۰ کیلومتره غځیدلې.

حزب الله، چې د ایران ملاتړ لري، د متحده ایالاتو او اسراییلو لخوا یو ترهګریز سازمان ګڼل کیږي، مګر اروپایي اتحادیې یوازې د هغې پوځي څانګه په تور لیست کې شامله کړې.

د لبنان دولتي خبري اژانس هم د یکشنبې په ورځ د څو هوایی بریدونو راپور ورکړ.

د اسراییلو پوځ دا هم وویل چې د دوی یو عسکر د لبنان په جنوب کې وژل شوی دی.

په وینزویلا کې د مرګونو زلزلو د وژل شویو شمېر ۱۴۳۰ ته ورسېد

وینزویلا کې د زلزلو له امله یوه ورانه شوې ودانۍ
وینزویلا کې د زلزلو له امله یوه ورانه شوې ودانۍ

په وینزویلا کې د مرګونو زلزلو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳۰ ته ورسېد.

د یکشنبې په ورځ تازه ارقام وروسته تر هغه خپاره شول چې د یو شمېر خلکو مړي له ورانیو او خاورو را وایستل شول.

زرګونه کسان لادرکه دي ځکه په بیلابیلو ښارونو کې ودانۍ نړېدلي دي.

تېره چهارشنبه د وینزویلا ګڼ ښارونه له هغې ډلې پلازمینه کاراکاس د ۷ اعشاریه ۲ او ۷ اعشاریه ۵ درجې زلزلو ولړزول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG