د انتخاباتو ترسره کېدو ته تمې او د دغه بهیر د نامعلوم برخلیک پر سر د حکومت، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او سیاسي ګوندونو ترمنځ له اختلافاتو وروسته اوس د ولسي جرګې له لوري هم راتلونکي انتخابات له درغلیو سره مل وبلل شول.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۸» د دغې جرګې مشري کوله حکومتیې د انتخاباتو په مهندسۍ تورن کړ او ويېویل چې د انتخاباتو په اړه پرېکړې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال په کور کې نیول کېږي چې دا یو ملي خیانت دی.
دی وايي:
"د حکومت یوه ژمنه د شفافو انتخاباتو وه، خو له بدهمرغه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په اړه دولتي پرېکړې د ښاغلي دانش په کور کې کېږي، باید پوه دې شي چې د ملي خیانت مرتکب شوی."
دا چې اوس انتخاباتو ته یوه میاشت پاتې ده، خو سیاسي ګوندونه او جریانونه په خپلو غوښتنو چې د انتخاباتي نظام اصلاح، د ثبت نام باطلولو او د بایو مټریک سیستم له لارې د انتخاباتو ترسره کېدل دي ټینګار کوي.
له دې یوه ورځ وړاندې د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې د ولسي جرګې لومړی مرستیالیې هم غړیتوب لري په یوه خبري ناسته کې حکومت ته خبرداری ورکړی و چې نهشي کولای د ځواک له استعمال سره بیا هم د معترضینو مخه ونیسي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ، تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي، څو پورې چې غوښتنې یې نهوي منل شوي.
په ښاغلي دانش لګول شوي تورونه بېاساسه دي.
خو له دې انتقادونو وروسته د جمهور رئيس دوهم مرستیال سرور دانش د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دفترونو تړل کېدل د هېواد عمومي مصلحت خلاف کار وباله او دغه ائتلافیې په یرغمل نیونې تورن کړ.
په ورته وخت کې د سرور دانش د دفتر رئیس سید انور رحمتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال له لوري په ښاغلي دانش لګول شوي تورونه بېاساسه وبلل.
دی وايي:
"ډېر خواشینی یم چې د ولسي جرګې لومړی مرستیال داسې بېاساس تورونه او دروغ مطرح کوي، د ولسمشر دوهم مرستیال د هېواد لویو او عمده مسایلو کې بوخت دی، حکومت په ټول توان هڅه کوي چې د هېواد له قانون سره سم شفاف انتخابات ترسره کړي."
له تېرو پنځو ورځو راهیسې د لوی ملي ائتلاف د غړو له لوري په یو شمېر ولایتونو کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سیمهییز دفترونه تړل شوي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ننګرهار او هرات ولایتونو کې دغه دفترونه بېرته پرانیستي، خو په خبرهیې په کندز، بلخ او کندهار ولایتونو کې تر اوسه هم د انتخاباتي کمېسیونونو د دفترونو دروازې تړلې پاتې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، که د انتخاباتو د ولایتي دفترونو دروازې همداسې تړلې پاتې شي، نو په خبرهیې دوی به د انتخاباتو قانون پر بنسټ د بندو حوزو د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه تصمیم ونیسي.
راپور: رحمتالله افغان