د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

کورنیو چارو وزارت: د انتخاباتو کمېسیون تړلي ولایتي دفترونه ډېر ژر پرانیزو


افغان امنیتي چارواکي وايي، ډېر ژر به د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ځیني تړلي ولایتي دفترونه پرانیزي.

افغان حکومت وايي، د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره به د هر هغه چا مخه ونیسي چې وغواړي دا پروسه له خنډ سره مخ کړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پرون یکشنبه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل چې پولیس او امنیتي ځواکونه مؤظف شوي چې د انتخاباتو د کمېسیونونو د تړل کېدو مخه ونیسي او له متخلفینو سره قانوني چلند وکړي.

هغه ویلي چې په هرات کې یې د انتخاباتو کمېسیون پرانیستی او نورو ځایونو کې هم دا کار په چټکۍ روان دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"اوس وخت په هرات کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر پرانیستل شوی دی. په کندهار کې هم د پرانیستل کېدو په حالت کې دی. په بلخ کې به هم د دغه کمېسیون دفتر ژر تر ژره پرانیستل شي."

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي د هغو کسانو په وړاندې د زور د کارولو امر کړی چې غواړي د انتخاباتو بهیر له خنډ سره مخ کړي او یا ادارې وتړي.

د حکومت له دې کلک دریځ سره سره هم د لوی ملي ائتلاف پلویانو اعتراضونه پیل کړي او د انتخاباتو ځیني دفترونه‌یې تړلي دي هغه څه چې د انتخاباتو کمېسیون‌یې د انتخاباتو په خیر نه‌بولي.

د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل‌الرحمن اوریا پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې په هرات کې د دوی پلویان د پولیسو له‎خوا وهل شوي او زور زیاتی ورسره شوی.

فضل الرحمن اوریا
فضل الرحمن اوریا

دی زیاتوي:

"۳۰ تنه د پولیسو په وهلو باندې ټپیان شوي دي. موږ دا کار په شدیدو الفاظو باندې غندو. د دغه کمېسیون او د دغو حکومتي چارواکو په موجودیت کې دا ممکنه نه‎ده چې په افغانستان کې دې رڼې ټاکنې وشي. همدا علت دی چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف په مدني حرکتونو او مدني نافرمانیو لاس پورې کړی او دې لړۍ ته به دوام ورکوي."

د هغو کسانو ترمنځ چې ښاغلی اوریا یې د پولیسو د زور زیاتي قربانیان بولي داسې خلک هم شته چې وایي، د پیسو په بدل کې یې د انتخاباتو پر ضد اعتراض پیل کړی و.

له دغو نیول شویو نه یو تن نصیر احمد رسولي وایي:

"د سیمې ارباب مو موږ دلته راوستي وو او د ورځې درې نیم سوه روپۍ یې هم وعده کړې وه چې تاسو دلته راشئ او د انتخاباتو پر ضد شعار ورکړئ."

د ملي ائتلاف ویاند فضل‌الرحمن اوریا بیا وايي چې دوی چا ته د غونډېدو لپاره پیسې نه‎دي ورکړي.

که څه هم د حکومت مخالف سیاستوال او ان ځینې حکومتي څېرې د انتخاباتو لپاره د لازم شفافیت په نشتوالي انتقاد کوي، خو په لوړه کچه حکومتي مشران انتخاباتو ته هیله‌من دي.

اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله له «اېس. اېن. اې» هندي شبکې سره په مرکه کې چې پرون‌یې خپره کړې اوسني شرایط د انتخاباتو لپاره ډېر مناسب بللي.

اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله

ده ویلي:

"زه هیله‌من یم چې ښه انتخابات ولرو. تر کومه ځایه چې د انتخاباتو د شفافیت او منصفانه‌توب په اړه خبرې کېږي موږ اوس په یوه ډېر ښه حالت کې یو. همدا چاره به د انتخاباتو د پروسې مشروعیت او د خلکو باور غښتلی کړي."

حکومت وايي، د ۱۳۹۷ کال د میزان په ۲۸مه به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره انتخابات ترسره کړي او د دې کار لپاره ښه چمتووالی هم لري.

معلومه نه‎ده چې د انتخاباتو د شفافیت او نورو ستونزو په اړه په کور دننه له موجوده بدبینیو سره سره به څومره ښه انتخابات وشي، خو نړیوالې ټولنې په وار وار ټینګار کړی چې حکومت باید انتخابات ترسره کړي.

راپور: صفيالله ستانکزی

XS
SM
MD
LG