د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د مشرانو جرګې یوشمېر غړي د ناامنیو پراخېدل د انتخاباتو لپاره ګواښ ګڼي!


د مشرانو جرګې یوشمېر غړي د ناامنیو پراخېدل د انتخاباتو لپاره ګواښ ګڼي او ټینګار کوي چې د روان وضعیت په دوام کې، د انتخاباتو تمه نه شي کېدای.

دوی په هېواد کې روانه ناامني د انتخاباتو د لارې ستونزې ګڼي او وايي چې د دغه وضعیت له دوام سره، د سراسري انتخاباتو تمه نه شي کېدای.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې امنیتي ارګانونه باید د انتخاباتو د پروسې امنیت ته جدي تدابیر ونیسې.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

دی وایي:

"د انتخاباتو موضوع د افغانستان د خلکو لپاره اساسي او سرنوشت جوړوونکې موضوع ده او ټول ملت د رڼو او عادلانه انتخاباتو په تمه دی، پرته له شکه چې په انتخاباتو کې ستونزې شته، په هغه برخه کې چې رهبري د حکومت پرغاړه ده، دا بحران ته زمینه برابروي، موږ د انتخاباتو له کمېسیونه غواړو چې خپل پروګرامونه د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک کړي."

په هېواد کې پر روانو ناامنیو په داسې حال کې اندېښنې ښودل کېږي چې په وروستیو څو میاشتو کې د ناامنیو لمن د هېواد ډېرو سیمو ته غځېدلې او د ځینو سناتورانو په خبره، اوس یوشمېر ولایتونه د ناامنیو له لوړ ګواښ سره مخ دي او ان دا چې د سقوط خطر یې محسوسېږي.

د مشرانو جرګې غړی فرهاد سخي خبرداری ورکوي چې که ناامني همداشان دوام وکړي، هېواد به د انتخاباتو پرځای د بل بحران شاهد وي.

نوموړی وایي:

"یا دې خلکو ته ووايي چې انتخابات نه کېږي او خپلو کارونو ته مخه کړئ او یا دې خلکو ته ډاډ ورکړي چې انتخابات په هر ډول شرایطو کې ترسره کوو، هر کاندید لګښت لري، خلک چې رأیې ورکوي، له امنیتي ستونزو سره مخ کېږي، د رأیو صندقونو ته نه شي ورتلای، خلک له دغو ستونزو خلاص کړئ."

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د انتخاباتو اړوند حساس مواد یې د دغه کمېسیون له ولایتې رئیسانو سره د هوا له لارې ولایتونو ته رسولي دي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال نظام الدین حقپرست په هېواد کې روانه ناامني د انتخاباتو لپاره یو ګواښ ګڼي او وايي، د دوام په صورت کې به یې ډېر لږ خلک د رأیو ورکولو صندقونو ته ورشي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، اوس د هېواد په ۱۳ولایتونو کې عملیات روان دي چې ښې نتیجې ترې اخیستل شوې دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

رادمنش وایي:

"د خپلو سرونو په قربانولو حاضر یوو چې د خوندي انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره لازم شرایط برابر کړو، خو په خواشينۍ سره د ځینو هېوادونو مافیايي او وېره اچوونکې ډلې په هڅو کې دي چې زموږ انتخابات ګډوډ کړي، خو تاسې په خپلو امنیتي ځواکونو باور ولرئ."

خو سره له دې چې دغه وزارت وايي، د دې لپاره چې دغه انتخابات د امن په فضا کې ترسره شي، امنیتي ځواکونو د هېواد په ځینو سیمو کې عملیات پیل کړي، خو د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید وايي، که د هېواد امنیتي وضعیت ښه نه شي، حکومت به حتی په کابل کې هم د انتخاباتو د ترسره کېدو توان ونه لري.

ښاغلی رشید وايي، کوم راپورونه چې دوی تر لاسه کړي، ناامنیو ته په کتو سره، ممکن د انتخاباتو له ۵۰۰۰ مرکزونو یوازې په ۵۰۰ کې انتخابات ترسره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG