د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۵ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۱۰

  د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وایي چې شفافو انتخاباتو ته ژمن دى


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون ټينګار کوي، چې شفافو او عادلانه انتخاباتو ته ژمن دى.

خو دغه کميسيون وايي په دې برخه کې د سياسي ګوندونو، حکومت او څارونکو همکارۍ ته اړتيا لري.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند سيد حفيظ اله هاشمي ازادۍ راډيو ته وويل، اداره يې له ټولو امکاناتو په استفاده هڅه کوي، چې راتلونکي انتخابات رڼې او عادلانه وي:

”د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دې پروسې د مديرانو په توګه نهايي هڅه کوي چې په هر قيمت دغه پروسه شفافه او له درغليو پاکه وي. خو دا پروسه به هغه وخت له درغليو پاکه وي، چې افغانان، کانديدان، سياسي ګوندونه، څارونکي بنسټونه، رسنۍ او حکومت همکاري وکړي. له کميسيون سره مرسته وکړي، چې له درغليو پاک، بهتره او ټولو ته د منلو وړ انتخابات وشي.“

د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند سيد حفيظ اله هاشمي
د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند سيد حفيظ اله هاشمي

ځينې سياسي ګوندونه په دې باور دي، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکي انتخابات ښايي له درغليو او سرغړونو ډک وي.

دغه ګوندونه ټينګار کوي، چې په انتخاباتو کې د دې ستونزې د مخنيوي لپاره دې له بايومټريک سيسټم څخه استفاده وشي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون بيا وايي، وخت کم دى او په راتلونکو انتخاباتو کې له بايومټريک سيسټم څخه استفاده امکان نه لري.

يوشمېر سياسي ګوندونه اندېښنه ښيي او وايي، د ګڼو جعلي تذکرو موجوديت چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون سټيکرونه هم ورباندې نښول شوي، د انتخاباتو شفافيت زيانمنوي.

سياسي ګوندونه ټينګار کوي، چې په انتخاباتو کې د دې ستونزې د مخنيوي لپاره دې له بايومټريک سيسټم څخه استفاده وشي.
سياسي ګوندونه ټينګار کوي، چې په انتخاباتو کې د دې ستونزې د مخنيوي لپاره دې له بايومټريک سيسټم څخه استفاده وشي.

په همدې حال کې د بلخ پخواني والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيه رئيس عطا محمد نور پرون پنج شنبه خبردارى ورکړ، په راتلونکو انتخاباتو کې د شفافيت د نه تضمينېدو په صورت کې به دوى د دغو ټاکنو مخه ونيسي.

خو د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند سيد حفيظ اله هاشمي وايي، سياسي ګوندونه دې د پروسې د جدي څار له لارې د درغليو په مخنيوي کې همکاري وکړي:

”د ټاکنو پروسه دې په قوي ډول وڅارل شي، هغه کسان چې درغلي کوي که کانديد وي، که کوم کارکوونکى يا د کميسيون مامور، د سياسي ګوند استازى يا څارونکى، بايد د درغلۍ او په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړل شي. که په فساد او خيانت کې له دغو کسانو سره همکار ونه شي، طبعاً دا پروسه به شفافه وي.“

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وشي، چې شا و خوا څلوېښت ورځې ورته پاتې دي

په پام کې ده د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وشي، چې شا و خوا څلوېښت ورځې ورته پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې د کانديدانو انتخاباتي مبارزې يا کمپاينونه به دوې اوونۍ وروسته يعنې تلې يا ميزان پر ٦مه پيل شي چې د تلې يا ميزان تر ٢٦مې به روان وي.

XS
SM
MD
LG