د افغان مېرمنو د وړتیا لوړولو يا پروموټ په پروژه کې د فساد څرنګوالی د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې د عمومي ناستې د بحث اصلي اجنډا وه.
ولسي جرګه وايي، پروموټ يا د افغان مېرمنو د وړتیا لوړولو پروژه کې شوی فساد دې په جدي توګه وڅېړل شي.
پهدغه پروژه کې فساد په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو سختې اندېښنې راپارولي او دوی پهدې برخه کې په فساد د ککړو ادارو او افرادو مشخص کېدل غواړي.
د دې جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار چې د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۸» د عمومي ناستې د وروستۍ برخې مشري کوله وویل چې پهدې برخه کې د ولسي جرګې اړوند کمېسیونونه باید هر اړخېزې څېړنې وکړي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار
ښاغلی یار وايي:
"پهدې اړه دې اړوند کمېسېونونه مستند راپور ولیکي، د سیګار راپور دې مطالعه کړي چې سیګار څه ویلي، حکومت او «يو. اېس. اې. ای. ډي» دې د سیګار راپور ته ځواب ووايي او پهدې اړه دې زموږ کمېسیونونه مستند راپورونه راوړي، څو معلوم شي چې پهدې برخه کې څوک ګرم دي."
د افغانستان لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې ویلي چې د ۷۵ زره افغان مېرمنو لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې ابتکاري پروژه ناکامه وه او د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې بېځایه لګېدلې دي.
په دې اړه نور:
ماندګار: د ښځو د توانمندۍ لوړولو لپاره پروموټ پروژه ناکامه دهسیګار دا هم ویلي چې د دغې پروژې پیسې بېځایه مصرف شوي او لاسته راوړنهیې یوازې ښو دندو ته د ۵۵ مېرمنو رسول ښودل شوي دي.
د دغه راپور خپرېدل په افغانستان کې ډېر غبرګونونه راپارولي او ان د ولسمشر ځینو سیاسي مخالفینو لومړۍ مېرمن رولا غني هم په يوه ډول په دغه پروژه کې ښکېله بللې ده.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون د دې جرګې په عمومي ناسته کې پهدې اړه داسې وویل:
"سیګار هر ځل اسناد په ښکاره توګه په اثبات رسوي، ۲۵۰ يا ۲۸۰ میلیونه ډالر ورکېږي، خو ولسمشر د دې لپاره چې ښايي مېرمنیې پهدغه فساد کې لاس ولري، ځان غلی نیسي."
همایون همایون
د لومړۍ مېرمنې دفتر بیا پر اغلې غني لګېدلي تورونه رد کړي دي.
پروموټ هغه پروژه چې د امریکا متحده ایالاتونو لهخوا د ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغان مېرمنو د وړتیا لوړولو ته ځانګړې شوې ده.
په دې اړه نور:
زهره یوسف: د پروموټ پروژې د پاتې راتلو لوی لامل خپله پروموټ اداره دهد افغان ښځو د توانمندۍ پروګرام چې پروموټیې بولي په عمومي، خصوصي او مدني برخو کې د ښځو د پرمختګ لپاره د پنځو کلونو په مخه پیل شوی وو.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د ښځو د کمېسيون غړې مسعوده کروخي وايي، لومړۍ مېرمنې په دغه پروژه کې هېڅ رول نهدرلود او په هغې باید تورونه ونهلګول شي.
مسعوده کروخي
نوموړې وايي:
"دلته يو په لومړۍ مېرمنې تور لګوي بل په بل تور لګوي، په نورو د تورونو پورې کول سم کار نهدی، اوس باید د ښځو چارو وزارت او هغه بورډ چې په اجرائیه ریاست کې وو، دلته باید راشي او ووايي چې دوی ولې نهدي توانېدلي چې په سمه توګه د دغې پروژې څارنه وکړي."
سیګار له دې وړاندې هم په يو شمېر هغو پروژو کې چې په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو له لوري پلي کېږي په اړهیې د فساد راپورونه خپاره کړي دي.
خو د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې د پروموټ په پروژه کې د حیف او میل شویو میلیونونو ډالرو په تړاو دې جدي پلټنې وشي او هغو کسانو چې په دغه پروژه کې فساد کړی باید مشخص شي.
راپور: محمد واصل وصال