د افغانستان د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو اتو میاشتو کې نږدې پنځه لکه افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
دا وزارت وايي، د تېر کال په پرتله له ایرانه هېواد ته د راستانه شویو کډوالو په شمېر کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دې وزارت رسنیز سلاکار حفیظ احمد میاخېل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۴» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د تېر کال په پرتله له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د راتګ کچه ۵۳ سلنه لوړه شوې ده، تېر کال په همدومره موده کې ۲۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وو، دا اکثراً هغه افغان ځوانان دي چې په غیر قانوني توګه ایران ته د کار لپاره تللي وو، نو زیاترهيې اقتصادي کډوال دي."
ښاغلی میاخېل وايي، افغان کارګر د ایراني تومانو د نرخ د ټيټېدو او اقتصادي ستونزه له امله اړ کېږي چې پهخپله خوښه ایران پرېږدي.
په دې اړه نور: د ایراني تومانو د نرخ په لوېدو سره ګڼ شمېر افغان کارګرو ایران پرېښودپر ایران د امریکا لهخوا لګول شویو بندیزونو او په نتیجه کې یې د ایراني ریال بېارزښته کېدو پهدې هېواد کې د وزګارو خلکو په شمېر کې زیاتوالی راوستی چې په نتیجه کې یې پر افغانانو هم ناوړه اغېز کړی دی.
د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ایران کې ۲،۳ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې نږدې يو میلیونیې د کډوالۍ کارتونه او ۴۵۰ زره نور یې بیا پاسپورټونه لري.
خو د دغه وزارت په خبره نږدې يو میلیون نور افغانان بیا پرته له قانوني اسنادو په ایران کې ژوند کوي.
دا پهداسې حال کې ده چې له دې وړاندې د مهاجرت نړیوال سازمان پهخپل يوه راپور کې ویلي و چې له ایرانه افغانستان ته د راستېدونکو کډوالو په شمېر کې دوه چنده زیاتوالی راغلی او ښايي پر ایران د امریکا د بندیزونو د سختېدو په نتیجه کې دغه شمېر تر دې هم زیات شي.
په دې اړه نور: په ایران کې د افغانانو د ژوند دوام ورځ په ورځ ګرانیږيخو له دې ټولو سره سره د اقتصادي چارو يو شمېر افغان کارپوهان له ډلې یې خان زمان مدبر وايي چې له ایران او نورو بهرنیو هېوادونو نه د افغان کډوالو راستنېدل به په کور دننه د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتېدو لامل شي.
دی وايي:
"له ایرانه افغانستان ته د زیات شمېر افغان کډوالو راستنېدل به په کابل او نورو ولایتونو کې د بېکارۍ، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د زیاتېدو لامل شي او له بدهمرغه دغه بهیر به په راتلونکي کې د افغانستان لپاره ډېرې ناوړې پایلې ولري."
ښاغلی مدبر وايي، افغان حکومت له بهرنیو هېوادونو نه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره کوم ځانګړی پلان نهلري چې له املهيې ورځ تر بلې په هېواد کې د بېوزلۍ او فقر کچه مخ په زیاتېدو ده.
خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سلاکار بکتاش رویش بیا پهدې برخه کې د يو لړ پلانونو او پروګرامونو خبره کوي او وايي چې حکومت هېواد ته د راستېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه او کاري زمنیو برابرولو ته ژمن دی.
د ښاغلي رویش په خبره، دغه وزارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په ګډې همکارۍ د يو شمېر نورو هېوادونو سره خبرې کړي، څو افغانانو ته پهخپلو هېوادونو کې کاري زمینې مساعدې کړي.
راپور: محمد واصل وصال