د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

IOM: روان کال له ایران او پاکستانه تر ۴۶۳زرو زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي


د کډوالو نړیوال سازمان یا «ای. او. اېم» وايي، د جنورۍ میاشتې راهیسې تر اوسه له ایران او پاکستانه تر ۴۶۳ زرو زیات افغان کډوال خپل هېواد ته یا په خپله خوښه ستانه شوي او یا په زور ایستل شوي دي.

دې ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې خپل هېواد ته په ستنو شویو افغان کډوالو کې لویه برخه ۴۴۲ زره له ایرانه ستانه شوي چې شااوخوا ۱۹ زره‌یې بې‌اسناده کډوال دي.

له ایران څخه په دومره لوی شمېر خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو سبب په ایران کې روانې اقتصادي او سیاسي ستونزې بلل شوي چې دغلته‌یې د افغان کارګرو لپاره د کار بازار سوړ کړی دی.

له ایران څخه په دومره لوی شمېر خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو سبب په ایران کې روانې اقتصادي او سیاسي ستونزې بلل شوي.
له ایران څخه په دومره لوی شمېر خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو سبب په ایران کې روانې اقتصادي او سیاسي ستونزې بلل شوي.

هغه شمېرې چې «ای. او. اېم» یا د کډوالو نړیوال سازمان خپرې کړي، په تېرو څه کم اتو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر تقریباً د کډوالو له هغه شمېر سره برابر دی چې د ۲۰۱۷ م کال د ټول کال په بهیر کې له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي وو.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت دا شمېرې تأییدوي او وايي، ډېر دا راستانه شوي کډوال د زیاتو زیانمنونکو راستنو شویو کډوالو په ردیف کې نه‌دي شامل، خو بیا هم هڅې روانې دي چې دوی ته په افغانستان کې دننه کاري فرصتونه برابر کړای شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل:

"دا چې له ایرانه راستانه شوي ډېر یې هغه مجردان دي چې د کار لپاره ایران ته تللي وو او اوس راستانه شوي. نو ډېر زیات زیانمن شوي نه‌ګڼل کېږي، خو که په دوی کې څوک داسې وي چې اسیب پذیره وي، له هغوی سره کمه مرسته کېږي."

زیات افغانان د ایران د کار په غیر رسمي بازار کې بوخت دي.

هغه سکټور چې په ایران کې وروستي اقتصادي بحران ځپلی او د کارګرانو لپاره په‌کې د کار فرصتونه ډېر راکم شوي دي.

ګومان کېږي چې د امریکا له‌خوا پر ایران د نویو بندیزونو په لګولو به دغلته اقتصادي وضعیت تر دې هم خراب شي.

ګومان کېږي چې د امریکا له‌خوا پر ایران د نویو بندیزونو په لګولو دغلته اقتصادي وضعیت تر دې هم خراب شي.
ګومان کېږي چې د امریکا له‌خوا پر ایران د نویو بندیزونو په لګولو دغلته اقتصادي وضعیت تر دې هم خراب شي.

په عین حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، پر ایران د امریکا بندیزونه به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګرۍ ته ډېر زیان ورسوي.

د دې دواړو هېوادونو ترمنځ دا مهال کلنۍ راکړه ورکړه ۱،۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

افغانستان پر جګړو او نا امنۍ سربېره له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دی.

​د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، د یو شمېر هېوادونو سره د خبرو اترو په حال کې دي، څو د قطر او سعودي عربستان په څېر هېوادونو ته له قانوني لارو افغان کارګران واستوي.

ښاغلی بلخي زیاتوي:

"موږ له یو شمېر هېوادونو سره په دې برخه کې د هوکړه‌لیکونو د لاسلیکولو لپاره په مذاکراتو بوخت یوو، څو پر بنسټ‌یې په قانوني توګه کارګر واستولی شو، له قطر سره هوکړه‌لیک لاسلیک شوی، له سعودي عربستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو سره هم خبرې اترې روانې دي، څو دې هېوادونو ته د کار د بازار د تقاضا سره سم کارګران واستول شو."

افغانستان پر جګړو او نا امنۍ سربېره له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دی.

همدارنګه په ګڼو سیمو کې وچکالي هم د دې سبب شوې چې په زرګونه افغانان ګاونډیو هېوادونو او یا د نړۍ لیرې هېوادونو ته د سفر ستړې لارې ونیسي.

XS
SM
MD
LG