د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

په ایران کې د افغانانو د ژوند دوام ورځ په ورځ ګرانیږي


د هغو افغان کډوالو شمېر چې سږکال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي.

په ایران کې د ژوند دوام د هغو افغانانو لپاره چې کلونه کلونه یې هلته تېر کړي دي ورځ په ورځ ګرانېږي.

دا کډوال که له پخوا د ایران د حکومت تر فشار لاندې وو اوس ورته د کار کولو فضا هم تنګېږي. فاطمه نورزۍ د همدې کډوالو له ډلې ده چې هېواد ته ستنېدو ته مجبوره شوې ده.

نوموړې وايي:

"اوس نه پوهېږم چې څه وکړم. یوه لور مې په جرمني کې اوسېږي. فکر کوم غوره به دا وي چې که څوک له موږ سره مرسته وکړي او هلته مو واستوي."

په ایران کې ژوند نه یوازې د فاطمې بلکې د ټولو خلکو لپاره ګران شوی دی.

عبدالله واسع ظاهریان د اقتصادي ستونزو او د لږې مزدورۍ له کبله په خپله خوښه له ایرانه افغانستان ته ستون شوی دی.

نوموړی وايي:

"د بې روزګارۍ له کبله راغلم. د ایران پیسې بې ارزښته شوې او ځکه راستون شوم. پیسې مې نه لرلې او نور هلته کار نه کېده."

د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور له مخې د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل څخه تراوسه ټول ۴۴۲۳۴۴ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته ستانه شوي دي.

پر ایران د امریکا له خوا لګول شوېو بندیزونو او په نتیجه کې د ایراني ریال بې ارزښته کېدو په‎دې هېواد کې د وزګارو خلکو په شمېر کې زیاتوالی راوستی چې په نتیجه کې یې پر افغانانو هم ناوړه اغېز کړی دی.

د مهاجرت د نړیوال سازمان ویانده ایوا شو ویرر وايي چې یوازې د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې له څلور لکو زیات افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړې وايي:

"په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایرانه هېواد ته د ستنېدونکو افغانانو شمېر د پېشبینۍ وړ نه و. دا شمېر د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنوري او جولای میاشتو ترمنځ له ۴۲۰ زرو واوښت."

د مهاجرت د نړیوال سازمان د راپور له مخې په روان کال کې له ایرانه د راستنو شوېو افغان کډوالو شمېر د ۲۰۱۷ میلادي کال د همدې مودې په پرتله دوه چنده زیات شوی دی.

دا موسسه اټکل کوي چې پر ایران د امریکا د بندیزونو د سختېدو په نتیجه کې به له ایرانه هېواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې ډېر زیاتوالی راشي.

د ریال د ارزښت راکمېدو یوازې په ایران کې د دېره افغان کډوالو پر ژوند ناوړه اغیز نه‎دی کړی بلکې فرانس پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې وايي چې له دې سره د افغانستان په لویديځ ولایت هرات کې هم تجارتي کاروبار زیانمن شوی دی.

افغانستان د ایراني تولیداتو او صنایعو یو مهم بازار ګڼل کېږي او که څه هم افغانستان ته د هغو پر صادراتو بندیز نه‎دی لګول شوی، خو د عراق په ګډون د ایران ځینو ګاونډيانو ویلي دي چې د امریکا بندیزونه به تر یوه حده رعایت کړي.

امریکا د ایران د موټرو او غالیو پر صنعت او همدا راز پر سرو زرو او نورو فلزي تولیداتو بندیزونه اعلان کړي او تمه ده چې د روان کال په نوومبر کې به د ایران د تیلو پر سکتور د امریکا بندیزونه هم اعلان شي.

تهران ویلي دي چې که یې د تیلو پر صادراتو بندیز ولګول شي نو اجازه به ورنه‎کړي چې نور هېوادونه په خلیج کې د هرمز تنګې له لارې خپل تېل صادر کړي.

هرمز تنګی
هرمز تنګی

د عبدالله واسع ظاهریان په څېر افغان کډوال نور نو ایران ته د ستنېدو په اړه فکر نه‎کوي هغه هم په داسې شرایطو کې چې پر ایران بندیزونه لګول شوي وي.

ظاهریان چې کارګر دی وايي، غوره ګڼي چې ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته ولاړ شي ځکه دی وايي په افغانستان کې د ځان لپاره هېڅ راتلونکې نه ویني.

XS
SM
MD
LG