عبدالله: حکومت د بې‌سوادۍ د له‌منځه وړلو په برخه کې جدي هڅې کوي

د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، هر هغه څوک چې د خلکو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړي اصلاً په جهالت کې اوسېږي.

عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۳» د لیک لوست زده‌کړې د نړیوالې ورځې په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې د ملي یووالي حکومت د بې‌سوادۍ د له‌منځه وړلو په برخه کې جدي هلې ځلې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د هغه هېوادونو په سر کې دی چې د بې‌سوادۍ کچه په‌کې لوړه ده.

د ازادي راډیو خبریال اکرام‌الله اکرام دې غونډې ته ورغلی او دا راپور يې پرې چمتو کړی چې د ماشومانو په ترانه پیلېږي:

Your browser doesn’t support HTML5

د اکرام الله اکرام راپور