د افغانستان جمهوري ریاست وايي، وروسته تر هغې چې د اوربند په اړه وسله وال طالبان خپل دریځ اعلان کړي د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند د تطبیق وړ دی.
دا ریاست زیاتوي، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د اوربند د ښه مدیریت په هدف یو ملي کمېسیون جوړ شوی او پهدې برخه کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو او بنسټونو نظرونه اخېستل شوي دي.
د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغان حکومت په ټول هېواد کې د سراسري اوربند غوښتونکی دی او له وسلهوالو طالبانو هم غواړي چې اوربند ته مثبت ځواب ووايي، څو د سولې خبرو اترو ته زمینه برابره شي.
هارون چخانسوي
ښاغلي چخانسوري وویل:
"اوربند یو اړخېز نهدی، هر اړخېز دی. په ټول افغانستان کې به وي. که طالبان اوربند ومني، نو د افغانستان د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند نافذېږي، تر کوم وخته چې وسلهوال طالبان پهدې اړه خپل رسمي موقف اعلانوي، ترهغې وخته ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې خپلو عملیاتو ته دې دوام ورکړي."
ښاغلي چخانسوري وویل چې د افغان حکومت له لوري اعلان شوی اوربند غیر رسمي دی او که طالبان وغواړي چې په یو شمېر ځانګړو سیمو کې اوربند وشي نو دا د اوربند معنا نهلري.
نوموړي وویل چې د اوربند د ښه مدیریت په هدف د همغږۍ یو مرکز جوړ شوی چې د اوربند نه به په ښه شکل نظارت کوي او د اوربند د پلي کېدو په اړه به راپور ورکوي.
ښاغلي چخانسوري وویل چې ملي یووالی، د افغانستان عرضي تمامیت، د حکومت کړنې او اساسي قانون افغان حکومت ته سرې کرښې دي.
په دې اړه نور:
افغان حکومت له طالبانو سره نوی درې میاشتنی اوربند اعلان کړولسمشرمحمد اشرف غني د روانې اوونۍ یکشنبې په ورځ د هېواد د خپلواکې د ګټلو د ۹۹ یمې کلیزې په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې په مشروطه توګه د درې میاشتنۍ اوربند اعلان وکړ.
په دې اړه نور:
چخانسوري: د ولسمشر اشرف غني لهخوا اعلان شوی اوربند مشروط دیدحکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یاده غونډه کې وویل چې که وسلهوال طالبان اوربند عملي کړي، حکومت هم اوربند عملي کوي او که يې عملي نهکړي، نو بیا اوربند هېڅ معنا نهلري.
که څه هم طالبانو تراوسه په رسمي توګه د اوربند په اړه خپل دریځ نهدی په ډاګه کړی خو رویټرز خبري اژانس د دوو طالب قوماندانانو له خولې چې نومونه یې نهدي یاد شوي ویلي چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا اعلان شوی اوربند رد کړی دی.
یو طالب قوماندان د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په کوچني اختر کې اعلان شوی اوربند د امریکايي ځواکونو په ګټه تمام شو او دوی بیا نه غواړي اوربند وکړي.
البته د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دې ډلې د نن سهار راهیسې له لوی اختر په مناسبت په څو ولایتونو کې له دوی سره د بندي افغانانو له ډلې د ۵۰۰ کسانو د خوشې کولو بهیر پیل کړی دی.
خو اوس پوښتنه دا ده چې د حکومت له لوري په مشروط ډول د اوربند اعلان څه معنا؟
د سیاسي چارو کارپوه ودیر ساپی يې په اړه وايي:
"دا اوربند دا معنا لري چې موږ د اختر په ورځو کې اوربند غواړو او دا ګامونه د سولې پر لور اخېستل کېږي، خو که مقابل طرف يې نه مني نو موږ خپلې دفاع ته اماده یو."
ښاغلی ساپی وايي چې د غزني جګړې او د ناامنۍ یو شمېر نورو پېښو ته په کتو خلکو له حکومته غوښتنه کړې نور باید یو طرفه اوربند ونهکړي.
دی وايي، په هغه صورت کې چې وسلهوال طالبان اوربند ونهکړي، نو پایلې به يې خطرناکې وي او په افغانستان کې به د نورې وینې توئیدنې لامل هم وګرځي.
راپور: اکرام الله اکرام