حزب اسلامي: د انتخاباتو ترسره کېدو لپاره د بایومټریک سیستم ته اراده نه‌شته

د افغانستان حزب اسلامي ګوند وايي، حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اراده نه‎لري چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په بایومټریک سیستم ترسره کړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند ګواښ کوي چې که د راتلونکو انتخاباتو په برخه کې د سیاسي ګوندونو طرحه ونه‌منل شي، دوی به پراخ مدني اعتراضونه وکړي.

د دغه ګوند يوه رسنیز غړي فضل غني حقمل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۵» په انتخاباتو کې د بایومټریک سیستم د پلي کوونکې کمپنۍ له‎خوا د ډاډ د نه‌موجودیت په تړاو د حکومت د پرېکړې په غبرګون وویل چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په انتخاباتو کې له بایومټریک سیستم نه ګټې اخیستنې ته اراده نه‎لري.

​ښاغلي حقمل زیاته کړه:

"دوو الماني کمپنیو تیاری ښودلی و چې تر راتلونکو دوه نیمو میاشتو پورې بایومټریک سیستم عملي کوي، خو بیا هم حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شفافو، سراسري او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته اراده نه‎لري او نه‌غواړي انتخابات په بایومټریک سیستم ترسره شي."

ښاغلي حقمل وویل چې دوی د سیاسي ګوندونو د طرحې پلي کېدل غواړي ځکه چې په خبره‌يې دغه طرحه د شفافو انتخاباتو په ترسره کولو کې اغېزمن رول لوبولی شي.

د انتخاباتي سیستم بدلون، د انتخاباتو په جریان کې د سیاسي ګوندونو د څارنې رول او په دغه بهیر کې د بایومتریک سیستم نه کار اخیستنه د سیاسي ګوندونو د طرحې مهم ټکي دي.

دا څرګندونې داسې حال کې کېږي چې د حکومت، انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د يو شمېر سیاسي ګوندونو ترمنځ د ګډو ناستو لړۍ د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش له‎خوا د يوې اووه ماده‎ییزې جمع‌بندۍ نه وروسته پای ته ورسېد.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

ښاغلي دانش د شفافو او بریالیو انتخاباتو لپاره د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو سره بحث او خبرې مهمې وبللې او په انتخاباتو کې یې د سیاسي ګوندونو په ګډون د بل هر لوري مداخله د نه‌منلو وړ وبلله او په‎خپل وخت سره د انتخاباتو په کېدو یې ټینګار وکړ.

خو د جمع‌بندۍ په يوه فقره کې راغلي چې د وخت او تخنیکي اړتیاوو له پلوه په انتخاباتو کې د بایومټریک سیستم نه د ګټې اخیستنې لپاره د کمپنۍ له‎خوا ډاډ نه‎دی موجود.

بل‎خوا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا له ناستې وړاندې هیله وښوده چې انتخابات په‎خپل وخت او په شفاف ډول ترسره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو اراده لري، خو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې د بایومټریک سیستم نه د کار اخیستنې به برخه کې د اړوندې کمپنۍ له‎خوا کوم ډاډ نه‎دی موجود.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات وايي:

"دا يو ملي بهیر دی او تر کومه چې موږ ته ډاډ رانه‌کړل شي، څنګه کېدای شي چې موږ ډاډه واوسو چې دغه بهیر په بایومټریک سیستم ترسره کېږي."

په ورته وخت کې د شفافو انتخاباتو بنسټ يا ټيفا که څه هم وايي چې حکومت د رڼو اننخاباتو د ترسره کولو اراده نه‌لري، خو په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو د طرحې په ځانګړي ډول د بایومټریک سیستم پلي کول ناشونې بولي.

د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو د طرحې پلي کولو ته وخت کم دی، خو دغه طرحه په اوږد مهال کې د عملي کېدو وړ ده او اړتیا ده چې د ولایتي شوراګانو او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ورنه ګټه واخیستل شي.

راپور: واصل وصال