د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه په بیړه پرېکړه شوې او دوی یې اندېښمن کړي.
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، حکومت د نړیوالو او همدا شان د ځینو سیاسي جریانونو، ګوندونو او کړیو له فشاره د خلاصون په هدف د ولسمشریزو انتخاباتو نېټه په ډېره بیړه اعلان کړه.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۰» ازادي راډيو ته وویل، دوی فکر کوي چې شاید د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات به په خپل وخت ترسره نهشي.
ښاغلي رشید زیاته کړه:
"د جمهوري ریاست انتخابات د افغانستان لپاره ډېر مهم، حساس او په عین حال کې د پوښتنې وړ دي، د نظام په داخل او له نظام دباندې افغان سیاستوال د حکومت په نیت بېباوره دي، نړیواله ټولنه خپلې پوښتنې لري، فکر کومه ساده خبره نهده، یا دا چې انتخابات به ځنډول کېږي او که په خپل وخت ترسره کېږي، له ډېرو ستونزو سره به مخ ته ځي چې له انتخاباتو وروستهیې له ناوړه عواقبو اندېښمن یو."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست انتخابات به د همدې کال د حمل په ۳۱مه نېټه ترسره کېږي.
د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظالله هاشمي وايي، تخنیکي او مالي امکاناتو ته په کتو کمېسیون پرېکړه کړې چې د ولایتي شوراګانو انتخابات هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت ترسره کړي.
خو یوسف رشید وايي، د ولسي جرګې انتخاباتو وروستي وضعیت ته په کتو شاید ډېر اسانه نهوي چې بایلونکي کاندیدان دې د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې ومني او دغه وضعیت به د جمهوري ریاست په انتخاباتو ناوړه اغېز وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست انتخاباتو تهیې بشپړ چمتووالی نیولی او له اعلان کړي مهالوېش سره سم په شفاف ډول ترسره کېږي.
د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند سید حفیظالله هاشمي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"پهدې اړه موږ دومره تشویش نهلرو، چمتو.الی ورته شته، ولې غټې ننګونې چې زموږ په مخ کې دي دا دي چې مالي مسایل تر اوسه معلوم نهدي، بودجهیې ځانګړې شوې نهده، امنیتي ستونزې دي، هیلهمند یو حکومت دغه دوه مسایلو ته رسېدنه وکړي، د کمېسیون له لوري به چمتووالي ښه وي او انتخابات به په خپل وخت ترسره کېږي."
که څه هم له هڅو سره سره د بودجې په اړه د جمهوري ریاست د نظر په اخیستو بریالي نهشوو، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو لا له وړاندې د انتخاباتو د امنیت ډاډ ورکړی و.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، له تخنیکي اړخه د هرو انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته ورپسې انتخابات باید دومره وخت ولري چې د نویو ښو او شفافو انتخاباتو لپاره اصلاحات رامنځته او بشپړ چمتووالی ورته ونیول شي، څو د تېرو انتخاباتو تېروتنې په نویو انتخاباتو کې تکرار نهشي.
راپور: رحمتالله افغان