په پاکستان کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال ۳ کاندیدان ووژل شول

په پاکستان کې د عمومي پارلماني ټولټاکنو لپاره کمپاین تېره شپه ناوخته پای ته ورسېد او ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه دغه عمومي پارلماني ټولټاکنې ترسره شي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په ټولټاکنو کې لسګونه ګوندونه برخه اخلي، خو ویل کېږي چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف، د پخواني صدراعظم نواز شریف د ورور شهباز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ نواز او د بېنظیر بوټو د زوی بلاول بوټو په مشرۍ د پیپلز ګوند د کاندیدانو ترمنځ به په ډېرو انتخاباتي حلقو کې سختې سیالۍ وشي.

په پاکستان کې له قانون سره سم د دغو ټولټاکنو لپاره یوه میاشت کې ټاکنیز کمپاینونه پیل شول چې په نتیجه کې د ټولو ګوندونو مشرانو د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې غونډې او جلسې وکړې او خپلو پلویانو ته‌یې خپل ټاکنیز شعارونه ورسول.

که څه هم د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، په دې هېواد کې یې د ټاکنیز کمپاین پر مهال امنیتي تدابیر کلک کړي و، خو سربېره پر دې د دغو ټاکنو پر ۳ کاندیدانو ځانمرګي بریدونه وشول چې لسګونه کسان‌یې مړه او ټپیان کړل.

د مستونګ په انتحاري حمله کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول

د ټاکنیز کمپاین پر مهال لومړی ځانمرګی برید د روانې میاشتې پر ۱۰مه نېټه د پېښور په یکه‌توت سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه مشر هارون بلور وشو چې د هغه په ګډون‌یې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او تر ۶۰ زیات‌یې ټپیان کړل.

هارون بلور د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو سکرتر او په پارلماني ټاکنو کې له «پي. کې ۷۸» څخه د صوبايي اسامبلۍ لپاره د دغه ګوند کاندید و.

د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان منلی و.

تر دغې پېښې درې ورځې وروسته د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي ګوند د مشر سراج رېساني پر ټاکنیزې غونډې خونړی ځانمرګی برید وشو چې د هغه په ګډون‌یې ۱۵۱ کسان ووژل او همدومره نور یې ټپیان کړل.

سراج رېساني د خپل ګوند له‌خوا د بلوچستان صوبايي اسامبلې ته له «پي. بي ۳۵» انتخاباتي حوزې کاندید و.

د دغه برید مسؤلیت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی و.

پاکستان

پر دغو بریدونو سربېره، د روانې میاشتې پر ۲۲مه نېټه د خېبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر کاندید اکرام‌الله ګنډاپور هم ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې یې هغه له خپل یوه ساتونکي او ډرېور سره یوځای ووژل شو او ۶ نور کسان په‌کې ټپیان شول.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د کاندیدانو پر انتخاباتي غونډو پر ځانمرګو بریدونو سربېره، پر یو شمېر سیاستوالو بمي چاودنې او ډزې هم شوي چې ګڼ شمېر کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.