پادخوابي: د کړکېچ د نړیوالې ډلې د غوښتنې عمل کول کولای شي سوله راولي

د کړکېچ د نړیوالې ډلې لخوا د افغانستان د جګړې د ختمېدو او له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو وړاندیز د دغه هېواد د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون له تود هر کلي سره مخ شو.

دا کمېسیون وايي چې د افغانستان د قضیې د حل په خاطر له خبرو اترو پرته بله لار نشته چې باید نړیواله ټولنه په تېره امریکا يې په پام کې ونیسي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مشر زمرک پادخوابي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د کړکېچ نړیواله ډله پر ځای غوښتنه لري چې عملي کول یې کولای شي په افغانسنتان کې سوله ټینګه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې ډلې وړاندیز ډېر پر ځای دی او همدا د افغانستان د خلکو او د جنګ د ښکېلو خواوو غوښتنه ده، د افغان حکومت او د هغو هېوادونو وضعیت ته په کتو چې په قضیه کې ښکېل دي موږ ویلای شو چې دا یوه معقوله غوښتنه ده."

د کړکېچ نړیوالې ډلې په تازه راپور کې راغلي چې د طالبانو سره د خبرو د پیلېدو لپاره باید د نړیوالو ځواکونو د وتلو موضوع د بحث وړ وي او په کار ده چې د دوی وتلو ته یو مهالوېش وټاکل شي.

په دغه راپور کې راغلي چې امریکا باید له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره داسې هڅې وکړي چې افغان دولت او خلکو ته د منلو وړ وي.

دغې ډلې د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې د اوربند په اړه د خلکو خوشحالیو ته په اشارې له وسله والو طالبانو غوښتي چې له قید او شرط پرته د ولسمشر غني وړاندیز ومني او له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کېني.

دغې ‌ډلې داسې مهال دا وړاندیزونه مطرح کړي دي چې طالبانو له افغان حکومت سره خبرې رد کړي، خو ټینګار یې کړی چې حاضر دي له امریکا سره خبرې وکړي.

له دې سره د امنیتي چارو افغان کارپوه اجمل سایس هم خبرې اترې د ستونزې د حل اصلي لار ګڼي وايي چې د سولې لپاره د اجماع د جوړېدو تر څنګ باید له دغه هېواد نه د بهرنیو ځواکونو وتل هم پلان شوي وي:

"دلته اساسي ټکی سیمه ییزه او نړیواله اجماع ده چې باید رامنځته شي له هغې پرته که د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش ټاکل کېږي نو ډېر احتمال دا دی چې د یوې ډلې له ختمېدو وروسته بله ډله سر راپورته کړي او په افغانستان کې جنګ دوام پیدا کړي او امکان لري له دې کار سره هغه ترخې تجربې چې افغانان يې له تېر څخه لري بیا تکرار شي."

افغان حکومت د کړکېچ د نړیوالې ډلې د وړاندیزونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ټينګار کړی چې د سولې پروسه به داسې نه عملي کېږي چې له دغه بهیر سره د یوې ډلې له یو ځای کېدو وروسته بله مخالفه ډله صحنې ته راشي.

افغان چارواکو د سولې له پروسې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه ملاتړ ته په اشارې ویلي چې سولې ته د طالبانو د حاضرېدو په صورت کې له دغه هېواد نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو موضوع هم د بحث وړ ده، خو د سولې د بهیر مالکیت او مشري به یوازې افغانان کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ