د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

واشنګټن پوسټ: که ټرمپ محتاطانه عمل وکړي، د افغانستان لپاره یوه هيله شته


  • واشنګټن پُسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: «که ولسمشر ټرمپ محتاطانه عمل وکړي، د افغانستان لپاره یوه هيله شته».

ورځپاڼې لیکلي تر درو کلونو کمه موده مخکې چې ولسمشر ټرمپ ولسمشر وټاکل شو، د توقع خلاف د دې پر ځای چې د هېواد قواوې له افغانستان وباسي، په افغانستان کې يې د سرتېرو د زیاتولو پرېکړه وکړه چې له نظامي لارې طالبان تر فشار لاندې کړي چې د مذاکراتو مېز ته کېني.

تر درو کلونو کمه موده مخکې چې ولسمشر ټرمپ ولسمشر وټاکل شو، د توقع خلاف د دې پر ځای چې د هیواد قواوې له افغانستان وباسي، په افغانستان کې يې د سرتيرو د زیاتولو پرېکړه وکړه
تر درو کلونو کمه موده مخکې چې ولسمشر ټرمپ ولسمشر وټاکل شو، د توقع خلاف د دې پر ځای چې د هیواد قواوې له افغانستان وباسي، په افغانستان کې يې د سرتيرو د زیاتولو پرېکړه وکړه

ورځپاڼه زیاتوي، تر لسيزو جګړو وروسته افغانان سولې ته لېوالتيا ښيي او د دې اړتيا په نظر کې نيولو سره واشنګټن پُسټ او نيويارک ټایمز ورځپاڼو په وينا، امريکا له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه خپله ستراتيژي اعلان کړې ده.

خو د ډیپلوماټيکو فعالیتونو پر مخ وړلو لپاره قوي ډیپلوماټيکو ادارو او په ډیپلوماټیکه برخه کې نورو مصارفو ته اړتيا ده، په داسي حال کې چې ولسمشر ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت بودجه او ډیپلوماټيک مصارف کم کړي دي.

ورځپاڼه ليکي چې په افغانستان کې د ډیپلوماټيکې لارې سوله امکان لري خو حوصلې ته اړتيا ده- هغه څه چې د ورځپاڼې په وينا سپينه ماڼۍ يې له کمښت سره مخامخ ده.

همداراز بايد دا خبره تضمين شي چې د امریکا نظامي قواوې به تر وخت مخکې له افغانستانه نه وځي او امريکا به پر طالبانو خپل فشار ته دوام ورکوي چې سولې ته حاضر شي.

  • سټارز اینډ سټرايپس

سټارز اینډ سټرايپس ورځپاڼې لیکلي، وخت رارسېدلی چې پاکستان د افغانستان د سولې په هڅو کې عملاً شامل شي.

ورځپاڼې د امريکا د مرکزي قواوو د قوماندان جنرال جوزف ووتل له قوله ليکلي چې وايي د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ تېره مياشت بریالی اوربند یو بې ساري فرصت وو چې د افغانستان د سولې په برخه کې رامنځته شو.

او اوس د جنرال ووتل په وينا وخت رارسېدلی چې پاکستان خپل مسئوليت پر ځای کړي ځکه په افغانستان کې یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو او په دغه هېواد کې بحران ته د سياسي حل کلي په پاکستان کې ده.

تېره مياشت بریالی اوربند یو بې ساري فرصت وو چې د افغانستان د سولې په برخه کې رامنځته شو
تېره مياشت بریالی اوربند یو بې ساري فرصت وو چې د افغانستان د سولې په برخه کې رامنځته شو

ډيفنس پُسټ:

ډيفنس پُسټ خپرونې بیا په کندز ولايت کې د هوايي بمباریو په نتيجه کې د یو شمېر ملکيانو د وژل کېدو اړوند د افغان حکومت د تحقيقاتو په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله، د دفاع وزارت هغې اعلاميې ته په اشاره چې د جمعې په ورځ خپره شوه وايي، افغان چارواکي د پنجشنبې په ورځ په هوايي بمباريو کې د ښځو او کوچنیانو په شمول د ملکي تلفاتو په اړه پلټنې کوي.

مقالې د کلي د يوه اوسېدونکي حاجي شيرين له قوله لیکلي چې ديارلس کسان چې ټولې ښځې او کوچنيان وو، د پنجشنبې په ورځ په ربات کلي کې په هوايي بمباريو کې ووژل شول.

ديارلس کسان چې ټولې ښځې او کوچنيان وو، د پنجشنبې په ورځ په ربات کلي کې په هوايي بمباريو کې ووژل شول
ديارلس کسان چې ټولې ښځې او کوچنيان وو، د پنجشنبې په ورځ په ربات کلي کې په هوايي بمباريو کې ووژل شول

مقاله وايي، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې څو ورځې وړاندي ملګرو ملتونو په يوه راپور کې ويلي چې د افغانستان په اوولس کلنه جګړه کې د ۲۰۱۸م کال په لومړي شپږو مياشتو کې تر ټولو زيات ملکي تلفات رامنځته شوي دي.

کندز ولايت وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴مېلادي کال کې ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو سخت دريځو تر منځ د جګړو مرکز ګرځېدلی.

د روانې میلادي مياشتې په لومړيو کې د کندز په دشت ارچي ولسوالي کې د طالبانو په يوه حمله کې شا او خوا څلوېښت امنيتي سرتېري ووژل شول.

XS
SM
MD
LG