د افغانستان جمهوري ریاست د هغو راپورونو په غبرګون چې ګوندې امریکا له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته چمتوالی ښودلی وايي، د سولې په خبرو کې امریکا د افغانانو او حکومت ځای ناستی نهشي کېدای.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، امریکا د افغان حکومت په غوښتنه دې ته چمتو شوې چې د سولې په خبرو کې ونډه واخلي، ملاتړ یې وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د نوموړي په وینا د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره له طالبانو سره هر ډول مذاکرات به یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږي.
ښاغلي مرتضوي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د امریکا متحده ایالات له افغان حکومت سره په مشوره پهدې لټه کې دی چې د افغانستان د سولې لپاره لارې چارې ولټوي، د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره هر ډول مذاکرات به یوازې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ وي، د امریکا متحده ایالات به د افغانانو او حکومت ځای ناستی نهوي، دا د افغانستان حکومت دی چې باید له طالبانو سره په هر ډول اصولي خبرو کې شامل وي."
- دا چې د امریکا د اسانتیاوو له برابرولو هدف څه دی؟
ښاغلی مرتضوي وايي، دغه اسانتیاوې کیدای شي د تشویق او هڅونې تر بریده وي.
نوموړي دا راپورونه رد کړل چې ګوندې امریکا چمتو ده چې له وسلهوالو طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ډیپلوماټانو ته لارښونه کړې چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتوالی ونیسي.
که څه هم دغې ورځپاڼې د کومې سرچینې نوم نهدی اخېستی، خو لیکلي یې دي چې افغان او امریکايي چارواکو یې هرکلی کړی او د یادو چارواکو په وینا د امریکا دغه تازه اقدام به د افغان حکومت او طالبانو د نېږدې والي لامل شي او د دواړو لورو ترمنځ به د رسمي خبرو پيل ته زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم دغه راپورونه رد کړي دي.
د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته یاد ماموریت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کندهار کې د جنرال جان نیکلسن هغه څرګندونې چې ګواکې امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتوالی نیسي، تحریف شوي دي.
په ورته وخت کې اسوشیټېډ پریس خبري اژانس خبر ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې ویلي، له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره د دوی دروازې پرانېستې دي، څو دغه ډله له افغان دولت سره اوربند ته وهڅول شي.
خو رویټرز خبري اژانس د طالبانو د سیاسي دفتر د یوه ویاند سوهیل شاهین له قوله ویلي، دوی دې خبرې ته په تمه وو او هرکلی یې کوي.
د شاهین په وینا دوی منتظر و چې د دغې ډلې د مشرانو نومونه له تور لېسته حذف شي، څو وتوانېږي چې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړي.
رویټرز همدا شان د شاهین له قوله ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یوه مهمه موضوع ده او دوی تمایل لري چې له امریکا سره د دوی په اندېښنو وغږېږي.
خو افغان دولت بیا تل ټینګار کړی چې د سولې د خبرو ملکیت به له افغانانو سره وي.
د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو ته چمتوالی ښودلی ویلي چې دغه حرکت د سولې د خبرو د پیل لپاره یو مهم ګام دی.
د دغې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د واشنګټن او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لامل شي.
د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم په دې باور دي چې د سولې په خبرو کې د امریکا ګډون به په افغانستان د سولې د ټینګښت او د جګړې د ختمدېدو لامل شي.
د دغو کارپوهانو له ډلې انتظارخادم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"دا پهدې معنی نهدی چې له افغان حکومت پرته به مذاکرات وشي، طالبان، د افغانستان حکومت او امریکا درې واړه دې سره کیني او په خپلو مسایلو دې بحث وکړي، د سولې له خبرو د امریکا ایستل ښه نهدي، بلکې د جګړې د دوام انتخاب دی."
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې د سولې په پروسه کې د امریکا له همکاریو هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې د سولې خبرې مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي.
د نوموړي په خبره افغانستان یو خپلواک هېواد دی او باید افغانان له طالبانو سره په خپلواکه توګه سولې خبرو ته ولاړ شي.
راپور: رحمتالله افغان