د هلمند چاوراکي: تر اوربند وروسته د طالبانو حملې کمې شوي

د هلمند دولتي مسئولین وايي، د تېر شوي اوربند وروسته جګړې کمې شوي دي.

د هلمند امنیه قوماندان وايي، هغه وسله وال چې د اختر د ورځو د اوربند نه په استفادې ښارونو او د امنیتي ځواکونو پوستو ته راغلي و له جګړې پر شا شوي دي.

د ولایتي شورا مسئولین هم داخبره مني او ورسره جوخت په سیمه ییزه سطحه د سولې د خبرو ترڅنګ د فوځي عملیاتو د پیل غوښتنه کوي.

خو ولې په ګڼ شمېر طالبان د جګړې له کرښې په شا شوي وي؟

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د محمد الیاس داعي په راپور کې واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د الیاس داعي راپور