د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

تماس نړیواله ډله: طالبان دې له ځنډ پرته افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي


د افغانستان لپاره د تماس نړیوالې ډلې پر وسله‎والو طالبانو غږ کړی چې د افغانانو د سولې اواز ته مثبت ځواب ورکړي.

دې نړیوالې ډلې پرون پنجشنبه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې غونډه وکړه چې د افغانستان پر سوله خبرې وشوې.

د دې نړیوالې ډلې د پرونۍ غونډې بیان په افغانستان کې د جرمني ډیپلوماټیک ماموریت پر ټوېټر خپور کړی او پر طالبانو غږ شوی چې له ځنډ پرته د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرې وکړي.

په بیان کې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د مشرانو له لوري د اوربند د اعلان ستاینه شوې او پر وسله‎والو طالبانو غږ شوی چې اوربند کړي.

د تماس د نړیوالې ډلې غړو په افغانستان کې د ترورېزم له ټولو ډولونو سره مبارزه ضروري بللې او ټینګار یې کړی چې دوی په‎دې برخه کې د افغانستان د حکومت بشپړ ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون ماخوستن په یوه اعلامیه کې وویل چې د باکو په غونډه کې ګډون‎والو د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ د سولې د هڅو ملاتړ کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې غونډې ګډون کوونکو د افغانستان حکومت له لوري د اوربند اعلان، سولې ته د ملي وحدت حکومت او د افغانانو د تعهد څرګنده نښه بللې ده.

دا په‎داسې حال کې ده چې د هلمند د سولې کاروان غړي وايي، که بهرني لاسونه د افغانستان له حالاتو لنډ شي، د کوچني اختر په درېیو ورځو کې اوربند څرګنده کړې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ سوله ممکنه ده.

بسم‎الله وطندوست
بسم‎الله وطندوست

د هلمند د سولې کاروان ویاند، بسم‎الله وطندوست تیره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"طالبان چمتو دي، هغوی نور نه غواړي چې جګړه مخ ته ولاړه شي، خو له بده مرغه په روانه جګړه کې د یو شمېر هېوادونو لاسونه دي او افغانان نه پرېږدي چې سره را نېږدې شي. هغوی دا هڅه کوي چې دواړه نور هم سره وجنګوي او دا جګړه داسې کړي چې هېڅ لوری او هېڅ حل‎لار ونه لري. موږ چې د نړیوالو سفارتونو مخې ته کېښنو هدف زموږ دا دی چې د هغو بهرنیو هېوادونو خلک پر خپلو حکومتونو فشار راولي چې افغانان پرېږدي چې سوله سره وکړي."

د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې ډلې په بیان کې چې پر ټوېټر خپره شوې، ویل شوي چې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند د سولې لپاره تاریخي موقع پېدا کړه او څرګنده یې کړه چې د تشدد ختمېدل امکان لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي د تماس د نړیوالې ډلې «International Contact Group for Afghanistan» په پرونۍ غونډه کې د حکومتي پلاوي مشري کوله.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس، محمداکرم خپلواک، په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال او په پاکستان کې د طالبانو د رژیم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم په‎دې غونډه کې وو.

ښاغلي خپلواک پر ټوېټر لیکلي چې د اذربایجان په غونډه کې د تماس د نړیوالې ډلې غړو پر وسله‎والو طالبانو غږ کړی چې له شرط او ګواښ پرته د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته تیار شي.

خو وسله‎والو طالبانو که څه هم د کوچني اختر په درېیو ورځو کې اوربند کړی و، د اوربند د تمدید لپاره يې د حکومت غږ رد کړ.

د افغانستان لپاره د تماس نړیواله ډله په ۲۰۰۹ میلادي کال کې رامنځ ته شوې او په کال کې دوه غونډې کوي.

په باکو کې د پرونۍ غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې د داسې موافقې ملاتړ کړی چې تشدد پای ته ورسوي، د نړیوال ترورېزم ځالې له‎منځه ورسره ولاړې شي او د افغانانو بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه په‎کې خوندي شي.

هغوی همدا راز ویلي چې په افغانستان کې په ټاکلي وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د شفافو انتخاباتو ترسره کېدل د دې هېواد سولې او ثبات ته مهم ګڼي.

XS
SM
MD
LG