د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

په باکو کې د افغانستان لپاره د تماس نړیواله ډله پر افغان سولې غږېږي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان لپاره د تماس نړیواله ډله نن [پنجشنبه/د جون ۲۸مه] د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې غونډه کوي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په‎دې غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزی ګډون وکړي.

د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې ډلې «International Contact Group for Afghanistan» په نننۍ غونډه کې د افغانستان پر سوله خبرې کېږي.

د افغانستان لپاره د تماس د نړیوال ګروپ هدف له افغانستان سره د سیمې او نړۍ د سیاسي او اقتصادي همکاریو هماهنګي ده.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حکمت حاجي‌یف د هغه هېواد خبري اژانس، ترند ته ویلي چې په‎دې غونډه کې به د نوي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

حکمت حاجی‌یف
حکمت حاجی‌یف

د حکمت حاجي‌یف په وینا، د افغانستان د یو شمېر غیر دولتي سازمانونو او مؤسسو له لوري هم پلاوي ور استول شوي دي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره په وروستیو کې د سیمې په کچه هڅې د پراختیا په حال کې معلومېږي.

د ازبکستان حکومت، د جون د میاشتې په اتلسمه نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان د حکومت او وسله‎والو طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ کتنې کوربه‎توب ته تیار دی.

د روان کال په مارچ میاشت کې هم د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان پر حالاتو نړیواله غونډه وشوه.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په وروستیو کې د ازبکستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو ته مکرر سفرونه کوي چې د رپوټونو په حواله تر ډېره حده په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې د خبرو پر څرنګوالي متمرکز دي.

د افغانستان لپاره د تماس نړیواله ډله په ۲۰۰۹ میلادي کال کې رامنځته شوې ده.

د دې ډلې مخکنۍ غونډه تېر کال، د ډسمبر په دولسمه نېټه د ناروې په پلازمېنه اسلو کې وه.

د افغانستان د حکومت په وینا، د ناروې په غونډه کې د ملګرو ملتونو د سازمان او اروپايي اتحادیې په ګډون د نړۍ لږترلږه ۵۰ هېوادونه او سازمانونو استازو برخه اخېستې وه.

دا ډله په کال کې دوه غونډې کوي.

XS
SM
MD
LG