عرفان‌الله عرفان: حکومت طالبانو سره پر پټو خبرو ملي شورا نه‌ده خبره کړې

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې ملي شورا باید د حکومت او وسله‎والو مخالفینو ترمنځ د هر ډول مذاکراتو څخه خبر وي.

په‎داسې حال کې چې د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د سولې د پټو خبر اترو په اړه خبرې کېږي، د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې له ملي شورا سره باید د سولې د هر ډول خبرو اترو په اړه لازمې مشورې وشي.

د دې جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې ملي شورا او خلک د سولې له هر ډول خبرو اترو څخه ملاتړ کوي، خو په وینا يې په‎دې برخه کې باید دوی له نظره ونه‌غورځول شي.

عرفان الله عرفان

ښاغلي عرفان زیاته کړه:

"موږ د سولې له هر ډول خبرو هغه که پټې وي او که علني ملاتړ کوو، خو باید ووایم چې افغان حکومت چې له طالبانو سره تر دې دمه کومې پټې خبرې اترې کړي ملي شورا په جریان کې نه‎ده اچول شوې، حکومت مکلف دی چې د لویو ملي برنامو او اساسي مسایلو په برخه کې له ملي شورا سره مشوره وکړي او د دوی نظر واخلي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تازه په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنلیوس زیمرمن د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو څخه پرده پورته کړې ده.

نوموړي په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې ازادي راډيو ته وویل چې له دې خبرو اترو ملاتړ کوي، خو په‎دې برخه کې يې نور جزئیات ورنه‎کړل.

له دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي و چې د وسله‎والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې پټې خبرې اترې پیل شوې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د ټوله‌ییز نړیوال امنیت د سازمان په غونډه کې په جرمني کې ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو هرکلی کوي.

خو د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پټې خبرې اترې رد کړې دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان پوهان وايي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مؤقت اوربند له اعلانه ښکاري چې د دواړو خواوو ترمنځ پټې خبرې ترسره شوې دي.

شهزاده مسعود

له ډلې یې شهزاده مسعود ازادي راډیو ته وویل:

"همدا چې دواړو طرفونو اوربند اعلان کړ معلومېږي چې د پردې تر شا خبرې شته، هر ډول خبرې چې ترسره کېږي له شک پرته باید د هېواد ملي ګټې په‎کې په نظر کې ونیول شي، د سولې خبرې اترې باید علني وي او له افغانانو سره شریکې شي​."

له بلې‎خوا د افغانستان د سولې عالي شورا یوې معتبرې سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ په قطر کې خبرې شوي او همدا شان په ګوانتانامو کې د طالبانو له زندانیانو سره کتنې ترسره شوې دي.

افغان حکومت تر دې دمه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي، خو د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي چې تر دې دمه د حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي او مستقیمې خبرې نه‎دي شوي، خو د بانفوذه اشخاصو په وسیله ورسره تماسونه نیول شوي دي.

دی هیله‌مند دی چې د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ اوسنی اوربند وغځول شي او د سولې خبرو اترو ته زمینه برابره شي.

راپور: اکرام‎الله اکرام