د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

له طالبانو سره اوربند په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


له طالبانو سره د افغان ولسمشر له خوا د اوربند اعلان بیا هم د ځینو لوېدیځو ورځپاڼو پام ور جلب کړی دی.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي چې دا اوربند د اسلام په یوې تر ټولو مقدسې یعنې روژې میاشت کې اعلانیږي خو لا معلومه نه ده چې تر کومه بریده به دا نوښت بریالی وي.

ورځپاڼه د طالبانو د یوه پخواني چارواکي وحید مژده په حواله لیکي چې په تېرو اولسو کلونو کې سږ کال لومړی وار دی چې طالبان په پراخه کچه له افغان پوځ سره جنګېږي او دې ته به حاضر نه شي چې لاس په سر شي.

ورځپاڼې د یوه پخواني امنیتي چارواکي په حواله هم لیکلي چې دا اوربند ښايي د طالبانو په ګټه تمام شي او هغوی به له دې فرصته د ډېرو حملو لپاره چمتووالی ونیسي.

ټایمز:

د بریټانیا چاپ ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د افغان ولسمشر له خوا د اوربند اعلان د افغان دیني عالمانو تر فتوا وروسته وشو.

افغان دیني عالمانو تېره اوونۍ په کابل کې په یوه لویه غونډه کې فتوا ورکړه چې انتحاري حملې او له بېلابېلو لارو په افغانستان کې روانې وژنې حرامې دي او طالبان باید د سولې خبرو ته حاضر شي څو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لار هواره شي.

اخوا وسله والو طالبانو دې وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی، خو د ټایمز ورځپاڼې په خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د قوماندانانو د شورا تر مشورې وروسته به اوربند ته ځواب وویل شي.

ټایمز ورځپاڼه دا هم لیکي چې د دې اوربند د اعلان په اړه د افغان حکومت د کابینې د غړیو تر منځ هم مخالفتونه موجود دي.

فایننشل ټایمز:

د بريټانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني په تېر وختونو کې هم له طالبانو سره د اوربند غوښتنونکی وخو دا لومړی وار و چې هغه رسماً اوربند اعلان کړ.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په لیکنه دا اعلان داسې وخت کېږي چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو پر د څار ادارې ویلي چې د افغانستان ۵۶ فیصده خاوره د حکومت د کنټرول لاندې ده.

نیوزویک:

نیوزویک مجلې هم له طالبانو سره د اوربند او هغوی ته د سولې د وړاندیز په اړه مقاله لیکلې ده.

دې مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې دا اوربند له هغو اوازو څو اوونۍ وروسته اعلان شو چې ویل کېدل افغان حکومت له طالبانو سره د سولې پټې خبرې پيل کړي دي.

د مجلې په مقاله کې د ویلسن تحقیقي مرکز د غړي مایکل کوګلمن په حواله ویل شوي چې که څه هم د اوربند اعلان د افغان ولسمشر نیک نیت روښانوي خو تر هغو چې طالبان په دې جګړه کې خپله بریا ګوري د کابل هر ډول وړاندیز ته له پام پرته جنګ ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG