افغان امنیتي چارواکي وايي، په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه به هم د طالبانو په مقابل کې یو اړخیز اوربند رعایت کړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د طالبانو په وړاندې د یو اړخیز او څو ورځني اوربند له اعلان وروسته افغان امنیتي چارواکي د دغه اوربند د عملي کېدو لپاره د چمتووالي خبره کوي.
دغه چارواکي وايي چې د اوربند پر مهال افغان امنیتي ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي، خو د طالبانو او حقاني شبکې پرته به د نورو ترورېستي ډلو پر وړاندې عملیات روان وي.
د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین اختر محمد ابراهیمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» د ملي اردو له لوی درستیز سره یوځای ګډې خبري ناستې ته وویل چې دغه اوربند به په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له لوري هم رعایت شي.
اختر محمد ابراهیمي
نوموړي زیاته کړه:
"دا هوکړه مو له امریکايي ځواکونو سره کړې چې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري اعلان شوی اوربند به دوی هم رعایتوي، خو که دفاع ته ضرورت پېښ شي چمتو دي چې له موږ څخه ملاتړ وکړي."
ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې د ورځې تر غرمې مخکې په یوه وېډیويي پیغام کې اعلان وکړ چې د روژې میاشتې له ۲۷ نېټې د کوچني اختر تر ۵ ورځې له طالبانو سره اوربند کوي.
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ
ښاغلي غني همداراز ویلي چې دغه پرېکړهیې د دیني عالمانو په وړاندیز چې جګړهیې ناروا او حرامه بللې ده کړې ده.
وسلهوالو طالبانو بیا د ولسمشر غني له دې اعلان وروسته ازادي راډیو ته ویلي چې په دې اړه به وروسته خپل نظر ورکړي.
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت هم ویلي چې اعلان شوی اوربند به رعایت کړي.
له دغه مأموریته رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن له قوله راغلي چې بهرني ځواکونه د ولسمشر غني اعلان شوي اوربند ته درناوی لري او رعایت بهیې کړي.
افغان امنیتي چارواکي دغهشان هیله ښیي چې طالبان هم اوربند مراعت کړي چې په هغه صورت کې بیا غځېدلی هم شي.
د امنیتي چارواکو په خبره د طالبانو د تعرض پر مهال به بیا افغان ځواکونه هم له ځان نه دفاع وکړي.
بلخوا د ملي اردو لوی درستیز شریف یفتلي بیا وايي چې استخباراتي او کشفي بنسټونه به په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي.
د ښاغلي یفتلي په خبره د اوربند اعلان او خبر ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته استول شوی چې د عملي کېدو لپارهیې چمتو شي.
شریف یفتلي
ښاغلي یفتلي زیاته کړه:
"ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه له دغه اوربند نه ملاتړ کوي، امنیتي او دفاعي رهبرۍ ته په دې برخه کې ځانګړې دندې ورکړل شوې دي، د اوربند پر مهال به کشفي ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي."
د پوځي چارو پوه محمدا ګل مجاهد بیا وايي چې افغان ځواکونه باید د اوربند له رعایتولو سره هممهاله، بېداره وي چې د طالبانو لهخوا غافلګیره نهشي.
راپور: محمد حدیث پردېس