د انتخاباتو کمېسیون: له غزني پرته په ټولو ولایتونو کې احتمالي کاندیدانو نوم‌لیکنه کړې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له غزني پرته په ټول افغانستان کې د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې او ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته د احتمالي کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه په نورمال ډول پر مخ روانه ده او دوی ترې راضي دي.

د دې کمېسیون کېمشنر سید حفیظ‌الله هاشمي هغه راپورونه هم رد کړل چې ګوندې په شپږو ولایتونو کې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته احتمالي کاندیدانو نوم‌لیکنه نه‌ده کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"زه نه‌پوهېږم دا خبره چا کړې، خو موږ یوازې په غزني کې هغه ستونزه لرو چې تاسې په جریان کې یاست، ولې نور په پاتې ټولو ولایتونو کې په نورمال شکل دواړه پروسې پر مخ روانې دي او د غزني ستونزه لا نه‌ده حل شوې."

سید حفیظ الله هاشمي

ښاغلي هاشمي وویل چې د غزني ولایت ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده، خو حکومت باید په دې برخه کې لاس په کار شي.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې جوزجان، تخار، غزني، غور، کاپیسا او کندز هغه ولایتونه دي چې تر دې دمه په‌کې احتمالي کاندیدانو نوم‎‌لیکنه نه‌ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو کاندیدانو د نوم‌لیکنې د پروسې پای ته رسېدو ته یوازې اووه ورځې پاتې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون تازه شمېرې ښيي چې په ټول افغانستان کې تر دې دمه ۵،۵ میلیونه رأی ورکوونکو او د ولسي جرګې لپاره ۸۰۰۰ او د ولسوالیو شوراګانو لپاره ۷۷۰۰ احتمالي کاندیدانو د کمېسیون له بېلابېلو دفترونو معلوماتي بکسې ترلاسه کړې دي.

په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، وړاندې شوي معلومات دوی ته د قناعت وړ نه‌دي.

یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ لپاره معلومات ځکه مشکوک دي چې موږ معلوماتو ته لاسرسی نه‌لرو، د څار بنسټونه مسؤلیت او دنده هم دا ده چې معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي، کمېسیون که غواړي چې باور زیات شي باید معلومات شریک کړي، تر هغې چې معلومات شریک نه‌کړي، د اندېښنې وړ ده، تر هغې چې معلومات دقیق او شریک نه‌شي، موږ ورباندې باور نه‌شو کولای."

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روان لمریز کال د میزان د میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه ټاکلې ده.

راپور: اکرام‌الله اکرام