د کندهار ښار په شاوخوا ۱۳ انتخاباتي مرکزونو کې د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې پاڼې خلاصې شوي او په پنځو ولسواليو کې لا د نوملیکنې پروسه پيل شوې نهده.
د کندهار د ټاکنو کمېسیون رئیس محمد هاشم دُرانی وايي، د کندهار ښار په ۱۳ مرکزونو او همدا ډول د دوو ولسواليو سپینبولدک او میوند په ټولو مرکزونو کې د نوملیکنې پاڼې خلاصې شوي دي.
د دُراني په وینا له رېګستان، شورابک، غورک، معروف او نېش ولسواليو څخهيې خپل مأمورین ایستلي، ځکه هلته په ۱۵ ورځو کې یوازې تر زرو کسانو نوملیکنه کړې.
د ټاکنو د کمېسیون رئیس زیاتوي چې د موادو د خلاصېدو ستونزهیې له مرکز سره شريکه کړې ده.
نوموړی وايي:
"د میوند ولسوالۍ مواد پرون سې شنبه خلاص شوي چې نن چهارشنبه هلته هېڅ کار نهدی شوی او حال دا چې ډېر خلک هلته ولاړ وو او د موادو انتظار يې کاوه او په کندهار ښار کې ۱۳ مرکزونه لرو چې هلته د نوم ثبتونې کتابونه نهشته او خلک په انتظار دي، د بولدک مواد هم خلاصېږي، مرکزي دفتر مې په جریان کې کړی دی."
په عین وخت کې د کندهار د ولایتي شورا غړي د نوملیکنې د موادو خلاصېدل یوه جدي ستونزه بولي.
د ولایتي شورا غړی عطاءالله عطا او محمد نادر وايي، کندهار ته د نوملیکنې مواد له لویه سره کم ورکول شوي وو.
د ټاکنو د کمېسيون د معلوماتو پر اساس په کندهار ښار او ولسواليو کې تر دې مهاله نږدې ۴۰۰ زره کسانو نوملیکنه کړې ده چې ۷۰ زرهيې ښځې دي.
راپور : صادق رښتینی