د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

فیفا: د احتمالي کاندیدانو غیر مستقیم کمپاینونو اندېښمن کړي یو


په انتخاباتو کې د څار یو شمېر بنسټونه له وخته مخکې د احتمالي کاندیدانو له لوري غیر مستقیم کمپاینونه د اندېښنې وړ او د قانون خلاف عمل بولي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي کاندیدانو نوم‎لیکنه لا هم روانه ده، په ټولنیزو رسنیو کې د کاندیدانو غیر مستقیم کمپاینونو په انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ "فیفا" اجرائیوي رئیس یوسف رشید د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې د یادو کسانو دا کار د انتخاباتو د قانون خلاف عمل دی او د شکایتونو کمېسیون‌يې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"موږ له‎دې عمله اندېښنه لرو، قانون هر څه روښانه کړي، د کمپاین مرحله معلومه ده، مهالوېش اعلان شوی دی، که دغه لړۍ همدغسې روانه وي، موږ په دې برخه کې ستونزې وینو ان په یو شمېر سیمو کې پوسټرونه لګول شوي او د احتمالي کاندیدانو له لوري غونډې روانې دي چې دا په خپله د قانون خلاف عمل او د انتخاباتو له قانون څخه سرغړونه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له‎مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو کاندیدان باید د روان لمریز کال د میزان په شپږمه خپلې انتخاباتي مبارزې پیل کړي او د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه‎يې پای ته ورسوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د روان لمریز کال د سرطان په اوومه به د کاندیدانو لومړنی او د اسد د میاشتې په ۱۲مه نېټه وروستی لېست اعلان شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې تر دې دمه په ټول افغانستان کې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته ۳۷۷۴ احتمالي کاندیدانو نوم‎لیکنه کړې ده چې ۲۳۶يې مېرمنې دي.

جوزجان، تخار، غزني، غور، کاپیسا او کندز هغه ولایتونه یاد شوي چې تر دې دمه په‎کې احتمالي کاندیدانو نوم‎لیکنه نه‎ده کړې.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د شکایاتو کمېسیون نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه‎شوه.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین بیا وايي، تر کومه چې د کاندیدانو وروستی لېست اعلان نه‎شي، یاد مسایل د دوی لپاره کمپاین نه‎شي بلل کېدای.

د دغه کمېسیون مرستیال معاذ‎الله دولتي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۰» په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"هغه وخت چې د دغه شخص نوم په وروستي لېست کې راغی، نو بیا د دوی هر ډول حرکت که هغه په ټولنیزو رسنیو کې وي او که په بل ځای کې وي، له وخت مخکې کمپاین بلل کېږي او د قانون له مخې منع دی او مجازات لري، خو تر هغه وخته چې د کس نوم د نوماندانو په وروستي لېست کې نه‎وي شامل شوی، نو په واقعیت کې هغه کاندید نه‎دی."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روان لمریز کال د میزان د میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه ټاکلې ده.

لا معلومه نه‎ده چې په‎دغو انتخاباتو کې به په ټوله‌ییز ډول څومره احتمالي کاندیدان نوم‎لیکنه وکړي او په کوم شمېر به‎یې وروستي لېست ته لاره پیدا کړي.

راپور: اکرام‎الله اکرام

XS
SM
MD
LG