د روسیې او هند د تېلو لوی شرکتونه په ایران کې خپلې پروژې ځنډوي

ویل کېږي د روسیې او هند د تېلو لوی شرکتونه په ایران کې خپلې پروژې ځنډوي.

د امریکا متحده ایالاتو د مې میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقې څخه وځي او پر تهران‌یې نوي بندیزونه ولګول.

د امریکا متحده ایالاتو نوي بندیزونه د دې سبب شوي چې د روسیې د تېلو لوی شرکت لوک ایل «Lukoil» په ایران کې خپلې پرمختیایي پروژې وځنډوي.

دغه‌راز هندي شرکت چې د نړۍ په سطحه د تېلو د لویې تصفیه خانې مالک دی، په پام کې لري له ایران څخه د تېلو اخیستل ودروي.

روېټرز خبري اژانس لیکي دغه دوه نوي پرمختګونه هغه ستونزې څرګندوي چې د روسیې، فرانسې او هند د حکومتونو پر وړاندې پرتې دي.

دوی ژمنه کړې چې پر ایران د امریکا له لوري د تازه بندیزونو سره سره به له تهران سره خپله سوداګري خوندي کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د مې میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقې څخه وځي او پر تهران‌یې نوي بندیزونه ولګول.

د روسیې د لوک ایل شرکت چارواکو د مې په ۳۰مه له پانګه‌والو سره د ټیلیفون کنفرانس له لارې ویلي چې لا تر اوسه وختي دی چې د خپلو پروګرامونو په اړه څه ووایي، خو د اوس لپاره‌یې هر څه ځنډولي دي.

د روسیې د لوک ایل شرکت دغه محتاطانه حرکت وروسته له هغه وشو چې د فرانسې د تېلو لوی شرکت ټوټال د مې په لومړیو کې اعلان کړی وو چې په ایران کې د ګازو یوه لویه پروژه تر هغو پورې بندوي چې امریکا په دې برخه کې بندیزونه لغوه کړي.

د روسیې او فرانسې حکومتونو چې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون برخه‌وال دي، ویلي چې د امریکا د بندیزونو سره سره له ایران سره پاتې کېږي.

هند بیا که څه هم د ایران د اټمي تړون برخه‌وال نه‌دی، خو نوې ډهلي روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو بندیزونه نه‌مراعاتوي او له ایران څخه د تېلو اخیستلو ته به دوام ورکوي، خو د روېټرز خبري اژانس په خبره د هند ریلاینس اینډسټریز (Reliance Industries) چې د نړۍ په سطح د تېلو د تصفیې لوی شرکت دی او د هند په ګجرات ایالت کې موقعیت لري، په جدي ډول د امریکا د اقتصادي سیستم تر اغېز لاندې راغلی او د امریکا د تازه بندیزونو څخه اندېښنه لري.

لږ تر لږه ۱،۸ میلیونه بېرله تېل له ایران څخه هره ورځ هند، چین او نورو اسیایي پلورونکو هېوادونو ته صادرېږي.