ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د راتلونکې احتمالي لیدنې په اړه د پرلهپسې پیغامونو په لړ کې پرون یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» یو ځل بیا پر ټویټر ولیکل چې د ده په باور شمالي کوریا د اقتصادي پرمختګ ښه ظرفیت لري او کولای شي له اقتصادي او مالي پلوه یوه ورځ په لوی قدرت بدل شي.
ولسمشر ټرمپ د پیغام په دوام کې لیکلي چې د شمالي کوریا مشر هم په همدې نظر دی او دا کار شونی دی.
ولسمشر ټرمپ په خپل بېګاني پیغام کې تأیید کړې چې له امریکا څخه یو پلاوی شمالي کوریا ته رسېدلی دی، څو د دې هېواد له مشر کېم جونګ اون سره د ده د سرمشریزې مقدماتي چارې تنظیم کړي.
Our United States team has arrived in North Korea to make arrangements for the Summit between Kim Jong Un and myself. I truly believe North Korea has brilliant potential and will be a great economic and financial Nation one day. Kim Jong Un agrees with me on this. It will happen!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) May 27, 2018
پرون یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې تأیید کړه چې د متحده ایالاتو یو پلاوی د شمالي او جنوبي کوریا په سرحدي سیمه پانمونجوم «Panmunjom» کې د پیونګ یانګ له استازو سره د دوامدارو خبرو په حال کې دی.
د راپورونو له مخې د امریکايي پلاوي مشري په جنوبي کوریا کې د متحده ایالاتو پخوانی سفیر سونګ کېم «Sung Kim» کوي.
د دې سرمشریزې پر جوړېدو د امریکا او شمالي کوریا مشرانو له څو ځلي خنډ او ځنډ وروسته موافقه وکړه.
ولسمشر ټرمپ یوازې څو ورځې مخکې په یو لیک کې ولیکل چې د شمالي کوریا له مشر سره د ده کتنه ښايي ونهشي، ځکه پر ټویټر د ده له خپاره شوي پیغام سره سم اوسمهال د دې لیدنې لپاره مناسب وخت نهدی، خو ښاغلي ټرمپ پرون وویل له ښاغلي کېم سره د ده پلان شوې غونډه به د جون په ۱۲مه چې له مخکې د دې سرمشریزې لپاره ټاکل شوې نېټه وه، په سنګاپور کې ترسره شي.
د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن هم پرون د شمالي کوریا له مشر سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، د شمالي کوریا مشر ورسره منلې ده چې له ولسمشر ټرمپ سره د جون د ۱۲مې نېټې سرمشریزه باید په بریالیتوب ترسره شي.
امریکايي چارواکو مخکې ویلي و، که شمالي کوریا له خپل اټمي پروګرام څخه لاس واخلي، نو متحده ایالات به مالي مرستې ورسره وکړي او امنیتي ضمانتونه به ورته چمتو کړي.