د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره خپل پلان شوې کتنه وځنډوله


د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خپله کتنه چې د جون د دولسمې نېټې لپاه پلان شوې وه پرون وځنډوله.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون په نوم په یوه لیک کې چې پرون سپینې ماڼۍ خپو کړ، ویلي چې دی داسې احساسوي چې اوس مهال له نوموړي سره د کتنې لپاره مناسب وخت نه دی.

ښاغلي ټرمپ ویلي، شمالي کوریا د خپلې اټمي وړتیا په اړه خبرې کوي، خو د امریکا اټمي وړتیا هومره زیاته ده چې دی دعا کوي له هغو کار اخیستو ته هېڅکله اړتیا پیښه نشي.

ښاغلي ټرمپ وروسته په دې اړه په خپله وینا کې وویل چې جنوبي کوریا او جاپان د شمالي کوریا پرضد د احتمالي پوځي عملیاتو په مالي لګښتونو کې د برخې اخیستو ډاډ ورکړی:

"زه باور لرم چې دا د شمالي کوریا لپاره یو لوی په شاتګ دی او د ټولې نړۍ لپاره هم یو په شاتګ دی، ما د دفاع له وزیر جیمز مټیس، لوی درستیز او پوځي مشرانو سره خبرې وکړې، زموږ پوځ چې د نړۍ په هرځای کې ډېر ځواکمن دی او په دې وروستیو کې نور هم پیاوړی شوی دی د اړتیا په صورت کې چمتو دی، پردې سربیره ما د جنوبي کوریا او جاپان له مشرانو سره هم خبرې وکړې، هغوی نه یوازې له شمالي کوریا وېرېږي نه بلکې لېوال دي چې که بد حالت پر موږ تحمیل شي په احتمالي پوځي عملیاتو کې له امریکا سره هرراز مالي لګښتونو ته اوږه ورکړي، هیله ده چې په راتلونکي کې به د شمالي کوریا په برخه کې مثبتې خبرې پیښې شي، خو که داسې ونشي موږ تر پخوا زیات چمتو یو."

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ په عین حال کې وویل چې پر شمالي کوریا بندیزونه او فشار به دوام وکړي.

د شمالي کوریا یوه چارواکي د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس هغه وینا رد کړې چې ویلي یې و، د شمالي کوریا برخلیک به هم د لیبیا په څیر احمقانه وي.

چوی سون هوی Choe Son-hui چې له تېرو لسو کلونو راهیسې له متحده ایالاتو سره په ناندریو کې ښکېل دی وویل چې هېواد به یې د خبرو لپاره سوال ونه کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې که ډیپلوماسي ناکامه شوه شمالي کوریا به بیا خپل اټمي زور نندارې ته وړاندې کړي.

خو د ټرمپ له پرونیو څرګندونو په عین حال کې داسې ښکارېدل چې د راتلونکي کتنې لپاره یې ور خلاص پریښی دی.

هغه د شمالي کوریا مشر ته په خطاب کې وویل، که دې کله هم زموږ د ډېرې مهمې سرمشریزې په اړه نظر بدل شو، نو یا زنګ راته ووهه او یا لیک راته ولیکه.

XS
SM
MD
LG