د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د ټرمپ او اون د خبرو لپاره یوه ډله امریکايي چارواکي شمالي کوریا ته ورسېدل


د امریکایي چارواکو یوه وړه ډله د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د احتمالي خبرو پر سر د خبرو لپاره شمالي کوریا ته ورسېده.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» ناوخته په یوه اعلامیه کې تأیید کړه چې امریکايي پلاوی شمالي کوریا ته رسېدلی او په پانمونجوم سرحدي کلي کې یې د شمالي کوریا له چارواکو سره خبرې روانې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ د راتلونکې غونډې په اړه د چمتووالي خبرې دوام لري.

شمالي کوریا ته د امریکا د چارواکو دا سفر یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، له کېم جونګ اون سره په سنګاپور کې د جون په ۱۲مه د ده د لیدنې لپاره تیاری مخته روان دی.

خو ولسمشر ټرمپ بیا څو ورځې مخکې خپل کوریايي سیال ته په یوه لیک کې ویلي و چې دا لیدنه به لغوه کړي.

ټرمپ بیا د خپل دریځ په خلاف د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» بیا وویل چې دا نېټه نه‎ده بدله او هر څه ښه روان دي.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

دی وايي:

"ډېر خلک پرې کار کوي. تیاری ښه روان دی. موږ په سنګاپور کې د جون ۱۲مې ته په تمه یو. دا تاریخ نه‎دی بدل شوی تیاری ښه روان دی وبه ګورو چې څه کېږي."

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن هم د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۵» په یوه نااعلان شوي سفر کې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون سره ولیدل.

ولسمشر مون جه اېن وویل چې د شمالي کوریا مشر ښاغلي کېم موافقه کړې چې د جون په ۱۲مه له ټرمپ سره ګوري او د کوریا ټاپو وزمې د غیر اټمي کولو لپاره په خپله ژبه ولاړ دی.

مون جه اېن هم د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره ولیدل.
مون جه اېن هم د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره ولیدل.

په پانمونجوم سرحدي کلي کې چېرته چې د امریکايي چارواکو یو پلاوی له شمالي کوریا سره په خبرو بوخت دی، د جنوبي کوریا د ولسمشر او د شمالي کوریا په پرله‎پسې لیدنو موافقه وکړه او ویې‌ویل چې د جون په لومړۍ به بیا سره وګوري.

د شمالي کوریا په حکومتي اعلامیه کې چې د دغه هېواد د دولتي خبري اژانس له‎خوا خپره شوې راغلي چې مشر یې کېم جونګ اون د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د خپلې لیدنې لپاره کلک هوډ ښودلی دی.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG