د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

ټرمپ: لا هم د شمالي کوریا له مشر سره سرمشریزې ته هیله‎مند یم


د متحد ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دی لا هم د جون په ۱۲مه نېټه په سنګاپور کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره سرمشریزې ته هیله‎مند دی.

له دې څو ورځې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې ښاغلی ټرمپ دا تاریخي لیدنه کنسلوي.

ټرمپ پرون شنبې په سپینه‎ماڼۍ کې د څرګندونو پر مهال وویل چې د شمالي کوریا له مشر سره د کتنې تیارۍ ښه پرمخ ځي.

هغه زیاته کړه چې په‎دې برخه کې کار ښه روان دی، د سرمشریزې په پلان کې بدلون نه‎دی راغلی او دی سترګې په لار دی چې په ټاکلي نېټه به له ښاغلي اون سره وویني.

ښاغلي ټرمپ وویل چې په‎دې برخه کې ښه نیت شته او ټینګار یې وکړ چې له اټمي وسلو د کوریا د ټاپو وزمې تصفیه کول به یو غوره کار وي.

ولسمشر ټرمپ د جون په ۲۴مه د شمالي کوریا مشر ته یو لیک واستاوه او په هغه کې یې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ته د کېم د مخکینۍ ورځې په بیان کې دا ګواښ چې سرمشریزه به کنسل کړي او هغه سپکاوی یاد کړل چې پنس یې تصنعي سیاستوال بللی و.

ټرمپ لیکلي و، دی فکر کوي چې اوس‎مهال له کېم سره د کتنې لپاره مناسب وخت نه‎دی، خو د ټرمپ له لیکه په عین حال کې ښکارېدل چې د راتلونکي کتنې لپاره یې ور خلاص پریښی.

هغه د شمالي کوریا مشر ته په خطاب کې لیکلي و چې که دی کله هم زموږ د ډېرې مهمې سرمشریزې په اړه نظر بدل شو، نو یا زنګ راته ووهه او یا لیک راته ولیکه.

له‎دې یوه ورځ وروسته ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال یو ځل بیا په‎دې اړه هیله څرګنده کړه.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

نوموړي وویل:

"ګورو به چې څه کېږي. زموږ کتنه حتی د جون په دولسمه نېټه چې مخکې پلان شوې وه کېدای شي. موږ له هغوی سره د خبرو په حال کې یو. دوی ډېر غواړي دا سرمشریزه وشي او موږ هم همدا غواړو. موږ ګورو چې څه کېږي."

په همدې حال کې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه-اېن پرون شنبې د شمالي کوریا له مشر سره ناڅاپي کتنه وکړه او له کتنې وروسته یې خبریالانو ته وویل، واشنګټن او پیونګ یانګ به ډېر ژر د جون د ۱۲مې په سرمشریزه کې د عملي خبرو پلان برابر کړي.

ښاغلي مون وویل چې کېم له اټمي وسلو د کوریا د ټاپو وزمې د پاکولو د بهیر د بشپړولو په برخه کې پر خپله ژمنه ولاړ دی.

هغه زیاته کړه چې د شمالي کوریا مشر همدا راز د امریکا له ولسمشر سره د بریالۍ کتنې له لارې د جګړې او تقابل ختمول غواړي او په پام کې لري چې د سولې او سوکالۍ لپاره هڅه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د شمالي او جنوبي کوریا مشرانو په سرحدي سیمه پانمونجوم «Panmunjom» کې له پرونۍ کتنې وروسته وویل چې د جمعې په ورځ به بیا سره وګوري او په راتلونکي کې به هم منظم لیده کاته کوي.

XS
SM
MD
LG