د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره یا سیګار وايي چې امریکا په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان په ناامنه ولسوالیو کې د سمدستي ثبات راوستو په مقصد په داسې یو هېواد کې چې د ډېرو پیسو د جذب قابلیت یې نه درلود خورا زیاتې پیسې ولګولې.
سیګار په خپل نوي راپور کې وايي چې د امریکا حکومتي ادارو د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د افغانستان په ناامنه سیمو کې د ثبات راوستو لپاره څو میلیارډ ډالر ضایع کړل خو دا پروګرام له ځینو اتلوالو هڅو سره سره تر ډېره ناکام و.
راپور زیاتوي، د امریکا پوځ د افغانستان په هغو سیمو کې چې د وسله والو مخالفینو تر ګواښ لاندې دي، د عامه تاسیساتو او ښوونځیو د جوړولو لپاره پر مرستندویو ټولنو فشار راوړ چې په نتیجه کې ډېری پروژې ناکامې شوې.
راپور یادونه کوي چې د دې پروژو د ژر تر ژره عملي کولو لپاره د امریکا حکومت خورا زیاتې پیسې ولګولې او دې کار زورواکانو ته د فساد موقع برابره کړه او نتیجه دا شوه چې اکثرو پروژو د ګټې پرځای تاوان پېښ کړ.
د سیګار مشر جان سوپکو په واشنګټن کې د بروکنګز انسټیټیوټ په تحقیقاتي مرکز کې د خپل راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې دې پرېمانه پیسو د ثبات راوستو پرځای جنګ سالاران یا د خپلسرو وسله والو ډلو مشران پیاوړي کړل.
سوپکو: دې پرېمانه پیسو د ثبات راوستو پرځای جنګ سالاران پیاوړي کړل
نوموړي زیاته کړه:
"کله مو چې دې بې ثباته چاپېریال ته ډېرې پیسې واستولې موږ د هغو جنګسالارانو او ځواکمنو کسانو د رامنځ ته کېدو له ستونزې سره مرسته وکړه چې قانون یې په لاس کې اخیستی دی، که په خاص ډول محلي پولیس یاد کړم نو له یونیفورم لرونکو ملېشو او جنګسالارانو پرته بل څه نه دي، نو دا حکومت چې موږ هلته رامنځ ته کړ ماهیت یې هومره بد و، لکه له دوی مخکې تروریستان چې هلته وو."
د سیګار راپور یادونه کوي چې افغان ځواکونه او د ملکي ادارو مامورین د هغه خوځښت د پرمخ بیولو لپاره- چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې پیل کړی و په مجموع کې یا لېوالتیا نه درلوده، یا ورته چمتو نه وو او یا ناتوانه وو، خو ښاغلي سوپکو په خپلو څرګندونو کې د اوسني حکومت په مشرتابه کې یوشمېر ځوانانو ته د کار د فرصت د برابرولو ستاینه هم وکړه.
جان سوپکو
نوموړي زیاته کړه:
"تر څو چې په اوسني حکومت کې داسې صادق، د قدر وړ او تعلیم یافته ځوانان وي چې د حکومت د ملاتړ لپاره ډېر خطر پرځان مني او د ولسمشر ځینې دا جګپوړي سلاکاران چې کله زه له هغه سره د کتنې لپاره ځم هلته وینم، تر څو چې دا کسان هلته شته زه ښه احساس لرم او خوشبینه یم، خو کله چې دوی له مخې لیرې شي نو له یولړ ستونزو سره مخامخ کېږو."
د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره یا سیګار په خپل راپور کې وايي، متحدایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د پوځي ځواکونو د استولو پرمهال په دې هېواد کې د اصلاحاتو د راوستو او د ملي ادارو د جوړولو لپاره د خپل توان په اړه ناسم تصور درلود.
پرونی راپور چې تقریباً درې سوه مخه لري د هغو راپورونو د لړۍ څلورم دی چې سیګار په افغانستان کې د ترلاسه شويو درسونو د لړۍ په نوم چمتو کړي دي.
په دې راپور کې د هغو مالي مرستو په اړه څېړنه شوې چې د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې USAID او د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو، په افغانستان کې د ثبات د ټینګولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د بیارغونې پر پروژو لګولې دي.