د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

د افغان امنيتي ځواکونو د شمېر پر کمېدو د وال سټريټ ژورنال تبصره


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزير تازه څرګندونو ته کتلي چې وايي، د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د افغانستان په جګړه کې پر خپلې ژمنې ټينګ دی.

د امریکا د دفاع وزير جېمز مټېس په وينا هېواد به‌يې د افغانانو او افغان حکومت تر څنګ ولاړ وي او د ناټو مأموريت به دغو هڅو ته دوام ورکړي چې طالبان د مذاکراتو مېز ته کېني.

مټېس د دوشنبې د ورځې غبرګو حملو ته په اشارې وويل چې سږ کال به په افغانستان کې جګړه شديده وي.

د واشنګټن پوسټ په وينا، هغه راپور چې سيګار يا د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي له‎خوا د افغانستان د بيارغونې په اړه خپور شو، په دغه هېواد کې د جګړې په ډګر کې د تاريک پرمختګ انځور ورکوي.

د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د افغانستان په جګړه کې پر خپلې ژمنې ټينګ دی.

د سيګار په وينا، د روان کال تر جنورۍ مياشتې، په افغانستان کې ۱۴ په ۱۰۰ کې ولسوالۍ د سخت دريځو تر نفوذ يا ادارې لاندې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغو ارقامو ته په اشاره ويلي چې د پخوا په پرتله دا شمېر زيات شوی دی.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د شمېر کمېدو ته کتلي دي.

ورځپاڼه لیکي:

په‎داسې حال کې چې داعش ډله په افغانستان کې ځمکې نیسي، د امریکا حکومتي سر پلټونکي راپور ورکړی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر مخ په کمېدو دی.

مقاله ليکي له دې سره په تېر کال کې د افغانستان د ځواکونو د پياوړي کولو د يوې کلنۍ پروژې په اړه پوښتنې راپورته کېږي.

وال سټريټ ژورنال په‎دې مقاله کې ليکي چې افغان پوځ او پوليس په افغانستان کې د ثبات راوستلو په خاطر د امریکا د ستراتېژۍ لپاره مهم دي، خو د افغانستان لپاره د امریکا د بيارغونې د سرپلټونکي يا سیګار د نوي راپور له مخې د دغو ځواکونو شمېر تېر کال ۱۰ فیصده کم شوی دی.

په‎همدې حال کې دغه راپور وايي، طالبان او نورې سخت دريځې ډلې په افغانستان کې نورې ولسوالۍ هم نيولې دي.

XS
SM
MD
LG