د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۲

دفاع وزارت د سیګار په غبرګون: ۱۰ سلنه کمولای هر وخت پوره کولای شو

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تعلیمي مرکزونو او د جلب و جذب په کنډکونو کې کافي اندازه پرسونل شته چې د ځواکونو په لیکو کې د کمبود تشه ډکه کړي.

دفاع وزارت د سیګار د وروستي راپور په غبرګون کې وايي چې لس سلنه کمولای هر وخت پوره کولای شي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش یا سیګار د وروستي راپور په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل، دوی د سیګار راپور څېړي ولې د ځواکونو د کمښت په اړه د سیګار ادعا د اندېښنې وړ نه‎ده.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"دا ۱۰ فیصده موږ همیشه بشپړولای شو، همدا اوس اوس زموږ په تعليمي مرکزونو کې ۷۰۰۰ کسان شته او همدارنګه زموږ د جلب و جذب په پروسه کې ۱۴۰۰ کسان دي چې دغه تشه ډکوي او موږ کولای شو چې خپلې وظیفې لکه د تل په څېر په ښه توګه اجرا کړو."

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې یا سیګار د سې شنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو نېږدې ۱۱ فیصده سرتېري کم شوي دي.

د افغان ځواکونو شمېر څه باندې درې لکه دېرش زره ښودل شوی دی.

سیګار په خپل راپور کې ویلي چې سږکال پر ولسوالیو باندې د طالبانو کنټرول هم ۱۴ نیم فیصدو ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت بیا دا ادعا په بشپړه توګه ردوي او وايي چې دوی له تېر کال راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بریالي عملیات لرل او کافي سیمې یې تصفیه کړي دي.

خو له ټولو سره د پوځي چارو کارپوه عتیق‎الله امرخېل وايي، ځواکونو ته سمه نه پاملرنه، د دوی په لیکو کې فساد او بې اتفاقي د دې سبب کېږي چې د ځواکونو انګېزه کمزورې او خپلې لیکې پرېږدي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق‎الله امرخېل
د پوځي چارو کارپوه عتیق‎الله امرخېل

ده ازادي راډيو ته وویل، حکومت کولای شي په ساده لارو د ورته کمبودیو او اندېښنو مخه ونیسي:

"هغه سربازان چې دلته راځي، باید د هغوی په دماغو کې په تعلیمي او تربیوي لحاظ داسې څه ورکړل شي چې دا خاوره او دا ملت زموږ د ټولو قومونو ګډ کور دی او دا وطن په موږ ګډ حق لري، بل دا چې د دښمن په اړه دوی ته کافي زیات معلومات ورکړي دا هغه څه دي چې انګېزه رامنځته کوي او لیکې پیاوړي ساتي."

ښاغلی امرخېل وايي، د مخالفینو په پرتله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تبلیغات کمزوري دي او دا هغه څه دي چې مورال او د ځواکونو لیکې کمزوري کوي.

راپور: یوسف‎خان ځدران

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG