د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار اداره وایي، د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره د افغان ځواکونو په شمېر کې کموالی راغلی دی.
سیګار ویلي چې پر ولسوالیو باندې د طالبانو کنټرول هم سږ کال څوارلس نیم فیصدو ته لوړ شوی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار اداره سیګار وايي په تېر ۲۰۱۷ کال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو نېږدې یوولس فیصده سرتېري کم شوي دي.
دې ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې دا مسئله یاده کړې ده.
د سیګار په خبره د سږ کال په جنورۍ کې د افغان ځواکونو شمېر چې ملي اردو، هوايي ځواک او پولیس پکې شامل دي ۲۹۶۴۰۰ ته رسېده په داسې حال کې چې همدا شمېر د تېر ۲۰۱۷ کال د جنورۍ میاشتې په تناسب لس اعشاریه شپږ فیصده کموالی ښيي.
د افغان پوځیانو رسمي شمېر ۳۳۴۰۰۰ تنه یاد شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس د سیګار ادارې د تازه رپوټ په حواله ویلي چې پخوا به هر کال د افغان وژل شویو پوځیانو شمېر څه باندې پنځه زره تنه ښودل کېده خو اوس دا شمېر د افغان حکومت په غوښتنه نه خپرېږي.
د افغان پوځیانو د مرګ ژوبلې شمېر سیګار ادارې ته د امریکایي ځواکونو له خوا ورکول کېده.
د سیګار ادارې مشر جان سپکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي:
"د افغان پوځیانو جوړول او پياوړي کول د امریکا متحده ایالتونو او زموږ د نړیوالو متحدینو یو مهم لومړیتوب دی نو په همدې خاطر د افغان پوځیانو په شمېر کې کموالی ډېر د اندېښنې وړ دی."
سیګار ادارې دا هم ویلي چې د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو ۱۴ نیم فیصده برخه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په لاس کې ده هغه شمېر چې د یادو ارقامو د ټولولو له تاریخه تر ټولو لوړ دی او هم پر خلکو د دې ډلو کنټرول له ۹ فیصدو دولسو ته پورته شوی دی.
اخوا پر نېږدې ۵۷ فیصده برخو افغان حکومت کنټرول لري او په پاتې نور تر جنګ لاندې دي.
رویټرز خبري اژانس بیا د سیګار ادارې د تازه رپوټ موندنو او د دوشنبې په ورځ د نهو خبریالانو په ګډون د شااوخوا دېرشو کسانو وژل کېدو ته په اشاره ویلي چې دا ټولې پېښې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د قوت پيغام ورکوي.
د افغانستان دفاع وزارت تائیدوي چې د پوځ شمېر د ترخیص، معلولیت او مرګ ژوبلو په خاطر په تقریبي لحاظ کمېږي، خو په خبره یې دا کمښت بېرته د جلب او جذب له لارې پوره کېږي.
د دغه وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش له ازادي راډیو سره په خبرو کې د سیګار د رپوټ دویمه برخه چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو د حاکمیت زیاتېدل دي رد کړه.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ اردو همېشه لس فیصده کاهش په نظر کې نیولی دی، دا فیصدي د نړۍ په ټولو اردوګانو کې په پام کې نیول کېږي، خو له پروسږ کال تر اوسه موږ خپل عملیات په افغانستان کې په ښه توګه ترسره کړي دي، له دریو کلونو راهیسې موږ په افغانستان کې هېڅ کومه جغرافیه خاوره له لاسه نه ده ورکړې."
د افغانستان دفاع وزارت که څه هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د حاکمیت پراختیا په کلکه ردوي خو د افغانستان د شمال او شمال ختیځ زون استازي وايي چې طالبانو په یوه وخت په څو ولسوالیو کې پر افغان پوځیانو خپل بریدونه پيل کړي دي.
صفي الله ستانکزی