د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

سرخط: نور دې دا ذهنیت له‎منځه یوړل شي چې روانه جګړه د حکومت او ترهګرو ترمنځ ده


د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره په افغانستان کې په روانو جګړو او حملو کې د عامه خلکو پر مرګ ژوبلې بحثونه کړي او په دې اړه‌یې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د بیارغونې له‎پاره د امریکا د څار ادارې سیګار څرګندونې راخیستې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د افغانستان د بیارغونې له‎پاره د امریکا د څار ادارې یو نوی راپور خپور کړی او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۷۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او کابو ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې د دې راپور په حواله لیکلي چې که څه هم د تېر کال په پرتله سږ کال د عامه خلکو په مرګ ژوبله کې لږ زیاتوالی راغلی، خو د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې بیا د عامه خلکو مرګ ژوبله په ۱۰۰ کې ۱۵ کمه شوې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي:

د سیګار د راپور له‎مخې د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د عامه خلکو په ۱۰۰ کې ۵۰ مرګ ژوبلې له‎پاره طالبان، په ۱۰۰ کې ۱۱ له‎پاره داعش، په ۱۰۰ کې څلورو له‎پاره ناپېژنده وسله‎وال او په ۱۰۰ کې دوو له‎پاره د طالبانو د خپلمنځي نښتو مسؤل ګڼل شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما نظر هم راخیستی دی او لیکلي یې دي چې د ملګرو ملتونو دې ادارې په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبله دا شمېره ټکان ورکوونکې بللې ده.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا په کندهار کې پرونۍ پېښې او له‎دې مخکې په ننګرهار کې شویو بمي چاودنو ته په اشارې لیکلي دي چې نور باید دا ذهنیت له‎منځه یوړل شي چې روانه جګړه د حکومت او ترهګرو ترمنځ ده.

ورځپاڼې وړاندې په تېره یوه نیمه لسیزه کې ځینو نورو پېښو ته هم اشاره کړې چې په‎کې بمي حملې او نورې چاودنې د عامه خلکو په منځ کې شوي او یا د ورځپاڼې په وینا عامه خلک په‎کې په نښه شوي دي، خو په‎دې موده کې جګړه د حکومت او ترهګرو ترمنځ بلل شوی او عامه خلکو ته د درېیم‎ګړي ځای ورکړل شوی دی.

ورځپاڼې د دې ذهنیت د رامنځته کولو له‎پاره تر ډېره رسنۍ ګرمې بللي او لیکلي دي چې په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې رسنیو په لوی لاس د عامه خلکو هدف ګرځول له پامه غورځولي دي.

ورځپاڼې لیکلي، طالبان د عامه خلکو په منځ کې ځان وژونکې حمله کوي، کله چې جګړه پرې سخته شي، نو له عامه خلکو د ډال په توګه کار اخلي، نو کله چې حکومت ته زور پیمانه کوي، نو د عامه خلکو لارې بندې کړي، ویې تښتوي، ویې وهي، پسې ویې وژني نو دې ته په کتو ورځپاڼه لیکي چې دا جګړه د افغان، انسان او ترهګرو ترمنځ نه‎ده نو څه ده؟

ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې سپارښتنه کړې چې خلک باید پوه کړای شي چې دا جګړه د دې خاورې او خلکو پر ضد اعلان شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې خلک پوه شي، نو خپله د ترهګرو پسې راپاڅېږي او که په همدې حال پرېښودل شي، نو د جګړې لمبې به نورې هم پراخې شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په کابل کې د حملو له‎پاره د طالبانو وروستي خبرداري ته په اشارې لیکلي دي چې کابل له هغو ملکي وګړو ډک دی چې د نا امنیو له کبله له بېلابېلو ولایتونو پلازمېنې ته راغلي او پناه‌یې اخیستې ده، خو طالبان‌یې دلته هم خوندي نه‌پرېږدي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د طالبانو له ادرسه په خپور شوي دې بیان کې له عامو وګړو غوښتل شوي چې له دولتي او بهرنیو ادارو دې ځانونه لیرې وساتي، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا دولتي ادارې تر ډېره ملکي خدمات وړاندې کوي او ټولې دولتي ادارې نه، خو پوځي دې او نه هم له پوځیانو ډکې دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې د طالبانو په بیان کې ویل شوي چې حکومت تر ډېره له ملکي وګړو د ډال په توګه کار اخلي، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا طالبان بیا په خپلو دا ډول کړنو سترګې پټوي چې ښه بېلګه‌یې په لویو او وړو ښارونو کې ځان وژونکې حملې دي چې په‎کې تر ډېره عام خلک وژل کېږي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په وروستیو کلونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې او په تېره بیا کابل د داعش او طالبانو د حملو هدف دی چې د ډېرو ملکي وګړو وینې یې تویې کړې دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دغو دوو ډلو تېر کال په کابل کې ۲۰ او په روان کال کې نهه پراخې حملې کړې دي چې په روان کال کې د طالبانو درېیو او د داعش شپږو حملو په کابل کې ۲۸۸ کسان وژلي او ۵۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو یو راپور ته په اشارې دا هم لیکلي دي چې تېر کال طالبان په افغانستان کې په وژل شویو ملکي وګړو کې د ۴۲ سلنه مسؤلیت په غاړه درلود.

ورځپاڼې له مسؤلو ادارو غوښتي دي چې د طالبانو خبرداری باید کم ونه‌نیسي او د عامه خلکو د خوندیتوب له‎پاره لازم تدابیر ونیسي.

  • افغانستان ما

افغانستان ما ورځپاڼې بیا د وسله‎والو مخالفینو او ترهګرو د حملو زیاتېدو ته په پام سره لیکلي دي چې اکثره دا حملې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې پلانېږي او د افغانستان جګړه د ګاونډیو هېوادونو له خاورې اداره کېږي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د روان کال له پیل سره سم د وسله‎والو مخالفینو په حملو کې د شدت او تاکتیک له پلوه زیات بدلون راغلی دی او دوی په بېلابېلو اهدافو حملې کوي چې په‎کې لوی ښارونه، ولسوالۍ، دولتي ادارې او د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې مرکزونه شامل دي.

ورځپاڼې لیکلي دي، که څه هم افغان امنیتي ځواکونه په پوره مېړانې د جنګ په جبهو کې جنګېږي، خو اوس چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ سخته اړتیا لیدل کېږي، امریکا د تېر په څېر د ترهګرو په خلاف عمل نه‎کوي او دلته له امریکا سره امنیتي تړون هېر شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا که د افغانستان متحدین چې د امنیتي همکاریو له‎پاره قانوني چوکاټونه هم لري عمل ونه‎کړي، نو د افغانستان خلک به په راتلونکي کې خورا بدې ورځې په وړاندې ولري.

XS
SM
MD
LG