د امریکا د ستراتېژۍ په اړه راپور: په افغانستان کې د پرمختګ نښې کمې دي

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزارتونو او د نړیوال پرمختګ د ادارې مفتشانو په یوه نوي راپور کې په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتېژۍ د عملي کېدو په اړه یو تیاره تصویر ورکړی.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزارتونو د عمومي تفتیش ادارو او د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې د دې هېواد کانګرس ته یو نوی راپور وړاندې کړی چې وايي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له مخې په افغانستان کې د پرمختګ نښې کمې دي.

ډونالد ټرمپ

په راپور کې ویل شوي دي چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د طالبانو او نورو وسله‌والو مخالفو ډلو حملې پراخې شوې دي، دې ډلو په پلازمېنه کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې خونړۍ حملې کړي او لا یې هم زیاتې سیمې په ولکه کې دي.

وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د کابل اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې پر دې ښار یې پراخې حملې پلان کړې دي او له خلکو یې غوښتي دي چې د تلفاتو د مخنیوي لپاره باید له پوځي مرکزونو څخه لیرې واوسي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې تېره میاشت څرګنده کړه چې د وسله‌والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات به زیات کړي څو طالبان پوه شي چې د جګړې په ډګر کې نه‌شي بریالي کېدای او په نتیجه کې به‌یې د خبرو مېز ته کېني.

خو په راپور کې راغلي چې ډېرې لږې نښې نېښانې لیدل کېږي چې دې کار به د پام وړ اغېز کړی وي یا به‌یې پر طالبانو فشار زیات کړی وي.

راپور همداراز یادونه کوي چې د جګړې په ډګر کې هم لاسته راوړنې هومره زیاتې نه‌دي چې ووایو، افغان ځواکونو د امریکايي قواوو په مرسته تر خپلې ولکې لاندې سیمې پراخې کړې دي.

افغان ځواکونو طالبان تر فشار لاندې راوستي.

راپور زیاتوي چې پر پاکستان د امریکا هغه فشارونه هم چندان اغېزمن نه‌وو چې هدف‌یې د پاکستان هڅول و څو د وسله‌والو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

راپور یادونه کوي چې دا حملې د هغو ډلو له‌خوا چې پټنځایونه‌یې په پاکستان کې دي لا هم په ډېر شدت سره روانې دي.

په راپور کې راغلي دي چې پاکستان ته د امریکا له‌خوا د دوه نیم میلیارده ډالره مالي مرستې له بندېدو سره سره اسلام‌آباد په پاکستان کې د ترورېستانو د پټنځایونو پر ضد اغېزمن ګامونه نه‌دي اخیستي.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزارتونو او «USAID» د تفتیش د ادارو ګډ راپور همداراز د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه شک څرګند کړی.

دا انتخابات په جولای کې په پام کې و، خو اوس اکټوبر میاشتې ته ځنډېدلي دي.

راپور یادونه کوي چې د وسله‌والو طالبانو دریځ دا دی چې افغان حکومت د امریکا لاسپوڅی دی، نو دې ته په پام سره آیا داسې انتخابات چې د امریکا په مرسته ترسره کېږي په وسله‌والو مخالفینو کې د افغان حکومت اعتبار او مشروعیت هومره زیاتولای شي چې هغوی پخلاینې ته چمتو شي؟

راپور همداراز افغانستان ته د اضافي پوځي مشاورینو د استولو د مؤثریت په اړه شک څرګندوي.

د دې درېیو ادارو مفتشانو ویلي دي چې د وسله‌والو طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو او د امریکا د پوځ تهاجمي عملیات د ملکي تلفاتو خطر زیاتولای شي.

دوی د افغان ملي، دفاعي ځواکونو د وړتیا لوړېدل تأییدوي خو له دې سره سره د عامو خلکو د امنیت د ټينګښت په برخه کې پرمختګ ډېر کم بولي.

د راپور له مخې د افغانستان د محاربو ځواکونو شمېر اوس‌مهال ۳۱۳ زرو ته رسېږي په داسې حال کې چې دا شمېره تېر کال ۳۳۱ زره وه او دا په دې معنی ده چې د افغان ځواکونو عمومي شمېر له هغې اندازې څخه چې په پیل کې پلان شوی و، په ۱۰۰ کې ۱۱ کم شوی دی.

خو د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې په یوه وخت کې هم ګډوډي او هم پرمختګ ممکن دي.

د دفاع وزارت ویاند ډګروال راب مننګ وايي، په افغانستان کې پرمختګ شوی دی او په دې لړ کې دی، په فراه ولایت کې د افغان هوايي او ځمکنيو ځواکونو ترمنځ همکارۍ ته اشاره کوي او وايي د همدې همکارۍ په مټ پر فراه د طالبانو پراخه حمله په شا وتمبول شوه.