د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


د نړۍ مهمو ورځپاڼو د افغانستان په اړه مقالې خپرې کړي دي.

په دغو مقالو کې يوه نیويارک ټايمز هم خپره کړې ده، د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د مقالې عنوان دی:

د افغانستان په نه ګټل کېدونکې جګړه کې تر ټولو غوره بايلل څه دي چې هيله يې وشي؟

مقاله لیکي په افغانستان کې وروسته له دې چې زرګونو کسان ووژل شول او د افغانستان په بيا رغونه کې د امریکا تر سل میليارډه ډالرو زيات مصرف شول، خلک له امریکا تمه لري چې بل هر څه که کوي خو لاس پر لاس دې نه کښېني.

مقالې د يوې څېړونکي له قوله لیکلي چې وايي، له همدې کبله به د امریکا ستراتيژي دا وي چې افغان حکومت له ماتې وژغوري او طالبان له پوځي بريا تر هغه وخته چې امکان ولري، لیري وساتي.

خو د مقالې په وينا، یوه نه یوه ورځ به امريکا او افغانستان د دې لوبې له پای سره مخامخ کېږي.

مقاله په پای کې وايي چې نه افغان حکومت او نه هم طالبان دومره توان لري چې ټول افغانستان دې په خپل کنټرول کې کړي.

د مقالې په وينا دا پای به په دې معنی وي چې امریکا د افغانستان د دولت د دوام لپاره کافي امنيت ټينګولو په برخه کې ژمنه وکړي او په افغانستان کې د مرکزي حکومت له پياوړي کولو لاس واخلي.

حکومت به د جګړه مارانو او زورواکو سره د واک پر سر په لانجو اخته وي، خو په ايډيال سیناریو کې به افغانان عملي اقتصاد ومومي او همداراز به د ډموکراسي او په پای کې د سولې او ثبات پر لور روان شي خو مقاله وايي دا کار ښايي نسلونه وخت واخلي.

اې بي سي نيوز:

اې بي سي نيوز خپرونې هم د افغانستان په اړه يوه مقاله خپره کړې ده، په دې مقاله کې راغلي چې افغان امنيتي ځواکونو په دغه هېواد کې د داعش ډلې پټنځايونه له منځه وړي دي.

مقاله ليکي چې په قلعه واحد سیمه کې تر اوسپنيزو دروازو شاته چاودېدونکي مواد، وسلې او د ځانمرګو بريدونو لپاره واسکټونه زخيره شوي وو.

د مقالې په وينا د داعش ډلې دغه مرکز امنيتي ځواکونو ته یوه نیول شوي سخت دريځي ورښودلی وو.

مقاله زیاتوي چې د داعش ډلې دغه غړی په کابل کې د دوشنبې په ورځ پر پوځي اکاډمۍ په حمله کې نيول شوی وو.

په هغه حمله کې يوولس سرتېري ووژل شول.

وروسته داعش سخت دريځي ډلې د دې حملې مسئولیت ومانه، مقاله زیاتوي چې داعش غړیو په قلعه واحد کې له خپله مرکزه په کابل کې د درو نورو حملو پلان جوړ کړی وو.

سنډې هرالډ:

د سکاټلنډ چاپ دي سنډې هرالډ ورځپاڼې بیا د هغو افغان ترجمانانو مسئلې ته کتلي چې په افغانستان کې يې د سکاټلنډ له حکومت سره کار کړی وو.

د مقالې په وينا، د سکاټلنډ حکومت اعلان کړی چې قواعد به بدل کړي چې له مخې به یې هغه افغان ترجمانان پوهنتون ته تلای شي چې په افغانستان کې يې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې شا او خوا درې سوو افغان ترجمانانو نشو کولای په بریتانیا کې لوړې زده کړې وکړي.

اوسمهال د عراق هغه ترجمانان چې په خپل هېواد کې يې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی په بریتانيا کې د لوړو زده کړو اجازه لري.

XS
SM
MD
LG