د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

کابل ښاریانو ته د وسله‌والو طالبانو د خبرداري په اړه د دفاع وزارت غبرګون!


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل ښاریانو ته د وسله‎والو طالبانو وروستی ګواښ، تش تبلیغات او بې‌اغېزه دی.

وسله‎والو طالبانو پر انټرنټ په یوه بیان کې پرون دوشنبه د کابل خلکو ته خبرداری ورکړی چې له پوځي مرکزونو دې لیرې وي.

په بیان کې راغلي چې وسله‎وال طالبان به په کابل کې پر استخباراتي او پوځي مرکزونو حملې کوي.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه، دهشت اچوونکو ته اجازه نه‎ورکوي چې خپل هدف ته ورسېږي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

محمد رادمنش وویل:

"موږ د کابل ښار د دروازو څارنه او تل کوښښ کوو چې د کابل ښار امنیت ښه وي. خو دا چې وسله‎وال طالبان تل داسې تبیلغات کوي، غواړي د خلکو ذهني ارامي له‎منځه یوسي، خو هدف ته به ونه‌رسېږي."

وسله‎والو طالبانو په خپل بیان کې ویلي چې د یوه بې‎ګناه ملکي وګړي د وژلو نیت هم نه‎لري له دې امله‌یې خبرداری ورکړی دی.

خو رادمنش وویل چې وسله‎والو طالبانو تل پر ملکي وګړو حملې کړې دي.

په کابل کې د پوځي چارو څارونکي، عزیز وردک ازادي راډیو ته وویل چې که وسله‎وال طالبان په کابل کې پر پوځي مرکزونو حملې وکړي، په ښار کې د ګڼې ګوڼې او له‎دې امله چې پوځي او استخباراتي تأسیسات د خلکو د استوګنې سیمو ته نږدې دي، د ملکي تلفاتو مخنیوی تقریباً نا ممکن دی.

خو جنرال وردک وویل، پر کابل د وسله‎والو طالبانو د حملو مخنیوی ممکن دی.

جنرال وردک زیاته کړه:

"د دې لپاره قوي استخباراتو ته اړتیا ده چې له کابله لیرې، د وسله‎والو فعالیتونه کشف او د هغوی پلانونه شنډ کړي."

د کابل ښار
د کابل ښار

وسله‎والو طالبانو تر دې وړاندې، په زیاتو مواردو کې پر ملکي کسانو د خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی.

د کابل یو شمېر ښاریانو چې له ازادي راډیو سره‌یې خبرې کړي، ویلي دي چې په کابل کې د پوځي تأسیساتو او ملکي خلکو ترمنځ واټن، تقریباً نه‌شته او وسله‎وال طالبان باید لږ تر لږه، اسلامي ارزښتونو ته د درناوي له‎مخې په روژه کې پر ښارونو او کلیو حملې بندې کړي.

د جنورۍ په میاشت کې په کابل کې په مرګونې حمله کې چې مسؤلیت‌یې وسله‎والو طالبانو واخیست، تر ۱۰۰ زیات وګړي ووژل شول.

وسله‎والو طالبانو د ثور میاشتې په پیل کې د الخندق په نوم پسرلني عملیات پیل کړل او ویې‌ویل چې پر امریکايانو او د هغوی پر افغان همکارانو به حملې وکړي.

خو د عملیاتو د پیل له اعلان راهیسې، دا د کابل ښاریانو ته په ځانګړي ډول د وسله‎والو طالبانو لومړی خبرداری دی.

د افغانستان حکومت سږ کال، وسله‎والو طالبانو ته د سولې یو هر اړخیز پلان وړاندې کړ او له هغوی يې غوښتنه وکړه چې له قید او شرط پرته له سیاسي بهیر سره یوځای شي.

د امریکا حکومت ویلي چې سوله د طالبانو لپاره تر ټولو غوره ده، ځکه امریکا ویلي چې وسله‎وال طالبان په جګړه کې میدان نه‎شي ګټلی.

XS
SM
MD
LG