د امریکا د یو شمېر پخوانیو چارواکو له څرګندونو وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته، افغان پوځیان توانېدلي چې له ترورېزم سره په جګړه کې ښه پرمختګ وکړي.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۱۸» ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د امریکا متحده ایالاتو په همکارۍ د دولت وسلهوالو مخالفینو په ځانګړي ډول داعش او طالبانو ته په ډېرو برخو کې ماتې ورکړې.
د نوموړي په وینا د ټرمپ ستراتېژي تر اوسه ګټوره وه.
دی وايي:
"دا تګلاره په افغانستان کې ګټوره ده، خو پاکستان پهدې کې پاتې راغلی او متحده ایالات د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ نیولی. د ډیپلوماتیکو، سیاسي او نظامي لارو پر پاکستان فشار راوړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پاکستان باید چمتو شي، خو پاکستان لا تر اوسه پهدې برخه کې چمتو شوی نهدی."
دا په داسې حال کې ده چې د ځينو رسنیو د راپورونو پر اساس لسګونه امریکايي محققینو، پخوانیو سیاسي او پوځي چارواکو په خپل کلني راپور کې ویلي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ اعلان او د پاکستان پر وړاندې فشارونه په افغانستان کې د جګړې په جغرافیې او د اسلاماباد په سیاست کې هېڅ ډول بدلون نهدی راوستی.
دغو پخوانیو امریکايي چارواکو همدارنګه ویلي، ممکن افغان ځواکونه د امریکايي پوځيانو په ملاتړ تر خپل کنټرول لاندې سېمې وساتي، خو د طالبانو د حملو شدت به په ځينو سیمو کې ادامه پیدا کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي د تېر لمریز کال په سنبلې میاشت کې اعلان کړه.
د امریکا ولسمشر د دغې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د لېږلو او ایستلو په تړاو څه ونهویل، خو پاکستان ته په خطاب کې یې وویل چې باید له ترورېزم سره په مبارزه کې همکاري وکړي.
د ښاغلي ټرمپ په وینا هېواد بهیې د افغان حکومت او پوځيانو ملاتړ ته دوام ورکړي او همدارنګه ټينګار یې وکړ چې پاکستان باید د ترورېستانو د پټنځایونو په اړه غلی پاتې نهشي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې په پیغام کې چې په ټویټر کې یې ویلي چې امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۳ میلیارده ډالره مرسته کړې، خو پاکستان د درواغ او فریب پرته امریکا ته نور څه نهدي ورکړي.
The United States has foolishly given Pakistan more than 33 billion dollars in aid over the last 15 years, and they have given us nothing but lies & deceit, thinking of our leaders as fools. They give safe haven to the terrorists we hunt in Afghanistan, with little help. No more!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 1, 2018
د ټرمپ له دغه پیغام وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وویل، د امریکا ټولې مرستې په دقت سره محاسبه شوي او په بدل کې یې خدمات ترسره شوي.
په همدې اړه د پوځي چارو کارپوه باري عارض له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره امریکا باید پر پاکستان فشارونه زیات کړي.
دی وايي:
"تر اوسه د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي ګټوره نهوه او نهیې کومه لاسته راوړنه درلوده او نه د افغانستان په سیاسي او جنګي وضعیت کې کوم بدلون لیدل کېږي."
همدارنګه د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست وویل، د ټرمپ ستراتېژي به هغه مهال نتیجه ورکړي چې امریکا پر پاکستان سل په سلو کې بندویزونه ولګوي.
د نوموړي په وینا پر پاکستان تر اوسه داسې فشارونه نهدي راوړل شوي چې پاکستان د ترورېستانو له ملاتړه لاس واخلي.
راپور: ناجیه ساپۍ