اشرف غني یو ځل بیا د راتلونکي کال په جوزا کې پر انتخاباتو ټینګار وکړ

په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انتخاباتو د نوم‎لیکنې پر مرکزونو د وسله‎والو مخالفینو حملو زور اخیستی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه حملې په شفافو انتخاباتو او ولسواکۍ حملې بولي.

نوموړی ټینګار کوي چې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات به په خپل وخت او په شفافت ډول ترسره شي.

ښاغلي غني چې د دوشنبې په ورځ‌يې د افغان ښځو په پنځم نړیوال سمپوزیم کې خبرې کولې وویل چې د راتلونکي لمریز کال د جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشر په توګه د ده دنده پای ته رسېږي او د جمهوري ریاست انتخابات به ترسره شي.

دی وايي:

"سږ کال انتخابات خامخا ترسره کېږي او راتلونکي کال کې د ولسمشرۍ انتخابات حتماً کېږي، د راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال د جوزا په لومړۍ نېټه زما دنده پای ته رسېږي او اساسي قانون باید اول په ما تطبیق شي، نو ځکه باید انتخاباتو ته اساسي امادګي ونیسو، هر څوک چې انتخابات تخریبوي ثبات تخربیوي."

ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني په هېواد کې وروستیو ترورېستي حملو ته په اشارې سره وویل چې وژل او بربادي مسؤلیت نه، بلکې د بې‌مسئولیتۍ او فتنې نمونې دي او فتنه په اسلام کې حرامه ده.

ده دا هم وویل چې د افغانستان دښمنان د دې هېواد راتلونکي ته مثبته مفکوره نه‎لري.

محمد اشرف غني وویل چې وروستۍ تروروېستي حملې په شفافو انتخاباتو او د انتخاباتو د نوم‎لیکنې پر بهیر شوې دي.

د راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال د جوزا په لومړۍ نېټه زما دنده پای ته رسېږي.

ده پر خلکو غږ وکړ چې د امنیت په راوستلو کې د دوی ونډه اړینه ده او باید خپل مسؤلیت ادا کړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې تېره ورځ په جنوبي ولایت خوست کې په یوه جومات کې چې د انتخاباتو د نوم‎لیکنې یو مرکز په‎کې وو، بمي حمله وشوه چې لسګونه ملکیانو ته‌يې مرګ ژوبله واړوله.

تر دې مخکې په کابل او ننګرهار کې د نوم‎لیکنې او نوم‎لیکنې ته د تذکرو د وېش په مرکزونو حملې شوې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل

  • خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا په دا شان امنیتي وضعیت کې د راتلونکو شفافو انتخاباتو ترسره کول ممکن دي؟

د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په‎دې باور دي چې اوسنیو ناامنه شرایطو ته په کتو ممکن راتلونکي انتخابات په شفاف ډول او په خپل وخت ترسره نه‎شي.

له ډلې يې اسحاق اتمر د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"زه باور نه‎لرم چې د ناامنۍ له امله پارلماني او د جمهوري ریاست انتخابات په خپل وخت بې له ستونزو په شفاف ډول ترسره شي، د انتخاباتو په وړاندې د ناامنۍ وروستیو پېښو ټول اندېښمن کړي دي."

افغان کارپوه اسحاق اتمر

خو د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په کراتو ډاډ ورکړی چې د راتلونکو انتخاباتو امنیت به خوندي کوي.

د دغه وزارتونو مسؤلینو ویلي چې د انتخاباتو د نوم‎لیکنې او رأی ورکولو د مرکزونو د امنیت د خوندیتوب لپاره‌يې جدي او ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

په خوست کې د نوم‎لیکنې په یوه مرکز د تېرې ورځې تر حملې وروسته ارګ هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټولو امنیتي ارګانونو ته‌ امر کړی چې د یاد بهیر امنیت ته جدي پام واړوي.

راپور: اکرام‎الله اکرام