نامعلومو وسله والو په بلوچستان کې ۶ مزدوران په ډزو وژلي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په خاران سیمه کې چارواکي وايي چې نامعلوو وسله و الو په دغه سیمه کې لږ تر لږه ۶ مزدوران په ډزو وژلي دي.

پاکستاني رسنۍ د بلوچستان د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي چې دا پېښه د جمعې په شپه د ایران پولې ته څېرمه په بلوڅ مېشته سیمه خاران کې رامنځته شوې چې لږ تر لږه ۶ مزدوران پکې وژل شوي او ۱ بل پکې ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې، د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوي مزدورن د موبایل کمپنۍ پر یوه ټاور کار کولو لپاره په خاران کې و.

چارواکي وايي چې سیمې ته یې امنیتي سرتېري لېږلي او د مزدورانو د وژونکو د نیولو لپاره یې عملیات هم پیل کړي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو او مذهبي تاوتریخوالي په ګډون په نورو ترهګریزو پېښو کې یو ځل بیا ډېروالی راغلی دی.

بلوچستان کوټه

تر دې مخکې په تېره اپریل میاشت نامعلومو وسله والو د دې صوبې په مرکز کویټه کې پر عیسایانو هم خونړي بریدونه کړي و چې په نتیجه کې ګڼ شمېر عیسایان وژل شوي و چې وروسته بیا د دغو بریدونو مسؤلیت داعش وسله والې ډلې منلی و.

د دې ترڅنګ په کویټه کې د هزاره ګانو په هدفي وژنو کې هم ډېروالی راغلی چې له امله یې د هزاره ټولنې غړیو او مدني فعالانو تېره اوونۍ د دغو وژنو پرضد پرلت لګولی او نه خوړو اعتصاب کړی و چې بیا وروسته یې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او کورنیو چارو له وزیر سره تر لیدنې وروسته اعتصاب ختم کړ.

د پوځ مشر په دغه لیدنه کې هزاره ګانو ته ډاډ ورکړی و چې په کویټې کې به یې د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او وژونکي به یې ونیسي.

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې د ۶ مزدورانو د وژنې مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.