د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مني چې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې شمېر د قناعت وړ نهدی، خو په ډېرېدو یې ټینګار کوي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه له ۸۰۰ زرو ډېرو رأیه ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده.
د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظالله هاشمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه بهیرد ګړندیتوب لپاره له هرو ممکنو لارو استفاده کوي چې که د خلکو ونډه ډېره شي.
نوموړی وايي:
"موږ هیلهمند یو چې که دا بهیر لږ ګړندۍ شي، د خلکو ونډه به هم ډېره شي که موږ په ۱۴۱۹ مرکزونو کې چې په لومړی پړاو کې مو پرانېستي دي، دومره شمېره لرو، نو هیله ده چې په بل پړاو کې به چې له اووه زرو ډېر مرکزونه پرانېستل کېږي خپل هدف ته ورسېږو."
دی وايي، په لومړي پړاو کې د ۱۴۹۱مرکزونو له ډلې ۴۴ مرکزونه یې د ناامنیو له کبله تړل شوي دي.
ښاغلی هاشمي وايي، دوی تل د امنیت د ټیګښت لپاره له امنیتي بنسټونو سره ناستې ترسره کوي او د ده په وینا امنیتي بنسټونو ورته د مرکزونو د امنیت ډاډ ورکړی دی.
لهدې وړاندې امنیتي بنسټونو له ازادي راډيو سره په خبرو کې هم د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر د امنیت ډاډ ورکړی دی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر له پیلېدو راهیسې بیا تر اوسه پورې په کابل، غور، بادغيس، بغلان، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د نوملېکنې په مرکزونو انتحاري یا وسلهوالې حملې شوي او تلفات يې هم اړولي دي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د رأی ورکوونکو د نوملیکنې لومړی پړاو د حمل د میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شوی او ټاکل شوې چې تر دوه نورو اوونیو دوام وکړي.
لهدې سره د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا د ټیفا مشر محمد نعیم ایوبزاده پهدغه بهیر کې د خلکو په کمې ونډې اندېښنه څرګندوي.
دی وايي:
"له بدهمرغه موږ هم د رأی ورکوونکو د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو کمې ونډې اندېښمن کړي یو، تر اوسه پهدغې پروسه کې شته ستونزو ته پاملرنه نهده شوې، خو ستونزه دا ده چې کمېسیون هم باید د ستونزو د لهمنځه وړلو لپاره چمتوالی نیولای وی."
ښاغلی ابوبزاده وړاندیر کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړي او ترڅنګ یې باید د انتخاباتو اړوند بنسټونو او څارونکو سره په ګډه د خنډونو د لهمنځه وړلو لپاره کار وکړي چې که پهدغې بهیر کې د خلکو ګډون ډېر شي.
راپور: یوسف خانځدراڼ