د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، که په سوریه کې د نړیوال ائتلاف د پراخېدو پرېکړه وشي، نو هېواد يې چمتو دی چې سوريې ته خپل سرتېري واستوي.
عادلالجبیر چې پرون سې شنبهيې په ریاض کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره ګډې خبري غونډې ته څرګندونې کولې وویل، موږ په سوریه کې د شخړې له پیل راهیسې دغه هېواد ته د خپلو ځواکونو د استولو په اړه له امریکا سره خبرې کولې.
نوموړي وویل، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له ادارې سرهيې هم سوريې ته د سعودي ځواکونو د لېږلو موضوع مطرح کړې وه.
تر دې وړاندې والسټریت ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی و چې ولسمشر ډونالد ټرمپ هڅه کوي چې د عرب هېوادونو یو ګډ ځواک برابر کړي چې په سوریه کې د امریکايي سرتېرو ځای ونیسي.
عادلالجبیر پهدې اړه وویل چې پهدې هکله بحثونه روان دي چې څه ډول یو ځواک او له کوم ځایه برابر شي چې په سوریه کې پاتې شي.
دا پهداسې حال کې ده چې سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي له سوريې نه امریکايي سرتېري وباسي، خو امریکايي مقاماتو پهدې اړه تر اوسه کومه نېټه نهده په ډاګه کړې.
سوريې ته د سعودي ځواکونو د استولو موضوع په داسې وخت کې یاده شوې ده چې امریکا، بریتانيا او فرانسې د روانې اوونۍ په سر کې پر سوريې راکټي بریدونه وکړل.
دا بریدونه په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د استعمال تر ادعاوو وروسته د ولسمشر ډونالد ټرمپ په امر وشول، خو د سوريې حکومت او متحد يې مسکو په کیمیاوي برید کې لاس لرل په کلکه ردوي.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا، بریتانيا او فرانسې تر بریدونو دمخه ویلي و، سعودي د امریکا د یوه اساسي متحد په توګه چمتو دی چې د سوريې پر ضد پوځي اقدام کې ونډه واخلي.