د ارزګان ځینې اوسېدونکي وایي، فساد او خیالي پولیسو د ارزګان جګړه اوږده کړې ده.
دوی وایي، د پولیسو په لیکو کې شته فساد او په تشکیلاتو کې خیالي پولیس د دې لامل شوي چې دغلته روانه جګړه اوږده او لاهم د تېرو دوو کلونو راهیسې له مرکز ترینکوټ سره د ټولو ولسوالیو لارې وتړل شي.
وینا والو دغه څرګندونې هغو مسؤلینو ته وکړي چې د کورنیو چارو وزارت څخه
د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو را وستلو په موخه ارزګان ته راغلي وو.
ارزګان ولایت ته د کورنیو چارو وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر سالم احساس
بیا د ارزګانیانو د دې غوښتنو په ځواب کې ژمنه وکړه چې د پولیسو په لیکو کې به ژور اصلاحات راوستل شي.
خلک بیا وايي، د حکومت ژمنې ورته د منلو ځکه نه دي چې ډېرې تکراري شوي؛ خو لږ یې هم نه دي پلي شوي.
په دې اړه د شریف الله شرافت راپور واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د شریف الله شرافت راپور