د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

صدیقي:۲۰ ټیمونه د اصلاحاتو لپاره ټول هېواد کې د پولیسو ستونزې څېړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو په لیکو کې يې د اصلاحاتو او ستونزو د هواري په هدف ځانګړي ټیمونه جوړ کړي دي.

یاد وزارت وايي، د هېواد په ټولو ولایتونو کې يې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او ستونزو د هواري په هدف شل ټیمونه جوړ کړي څو د پولیسو ستونزې وڅېړي او د هواري په هدف یې اقدامات وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې دوی د پولیسو په لیکو کې اصلاحاتو ته ژمن دي او هڅه کوي د دغو اساسي ټیمونو د ارزونو له مخې د پولیسو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

صدیقي: په ټولو ولایتونو کې د پولیسو ستونزې څېړل کېږي.
صدیقي: په ټولو ولایتونو کې د پولیسو ستونزې څېړل کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"په حاضر وخت کې د کورنیو چارو وزارت شلو ټیمونو د دغه وزارت د وزیر په لارښوونه ولایتونو ته سفرونه کړي او دوی دنده لري چې په ټولو ولایتونو کې د پولیسو ستونزې په جدي توګه وڅېړي، دغه ستونزې به وڅېړل شي او د هواري لپاره به یې اقدامات وشي."

ښاغلی صدیقي وايي، د دغو ټیمونو ارزونې دوی ته مهمې دي او په نږدې راتلونکي کې به د دغو ټیمونو شمېر نور هم زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې پولیس د بشري حقونو په سرغړونې، اداري فساد، له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، وظیفوي غفلت او په يو شمېر نورو جرمونو کې په لاس لرلو تورن دي.

دغه شان په پولیسو کې خیالي تشکیلات او د غیر مسؤله وسله والو ډلو سره د پولیسو اړېکې بیا نورې ستونزې دې چې د انتقاد ګوته ورته نیول کېږي.

کینتوز: د هلمند د پولیسو ۴۰ سلنه تشکیل خیالي دی

بارکزی: د ارزګان پخواني امنیه قوماندان۵۰ میلیونه افغانۍ فساد کړی

په ورته وخت کې د امنیتي چارو يو شمېر کارپوهان بیا وايي چې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات او د ستونزو هواري د حکومت عملي اقداماتو ته اړتیا لري.

د امنیتي چارو کارپوه امرالله امان وايي، که د پولیسو په لیکو کې شته ستونزې په سمه توګه وڅېړل شي او حکومت هم په دې برخه کې سیاسي اراده ولري نو اصلاحت راتلای شي.

امان: که حکومت سیاسي اراده ولري نو دا تشې به ډکې شي.
امان: که حکومت سیاسي اراده ولري نو دا تشې به ډکې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه باور لرم، کومې تشې او ستونزې چې موجودې دي که حکومت سیاسي اراده او تصمیم ولري نو دا تشې به ډکې شي او د پولیسو لیکې به نور خالي نه پاتې کېږي او شته ناخوالې به هم ختمېږي."

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم افغان حکومت د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او د پولیسو د معیاري کولو هڅې کړي خو د چارو د کارپوه زلمي وردګ په وینا دغه اصلاحات په هېواد کې د روان امنیتي وضعیت او سیاسي بدلون تر سیوري لاندې راغلي دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG