د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

مېلېبن: ځیني افغان پولیس سیاسي اړیکو ته ډېر وفاداره دي


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانز مایکل مېلېبن وايي چې یو شمېر افغان پولیس د قانون پر ځای سیاسي اړیکو ته ډېر وفاداره دي.

د اروپايي ټولنې سفیر د افغان پولیسو په غیر سیاسي کېدو ټينګار کوي او وايي چې دا ستونزه د امنیتي ځواکونو پرمختګ او پیاوړتیا له خنډونو سره مخ کوي.

فرانز مایکل مېلېبن د چهارشنبې په ورځ د "پولیسو راتلونکي" په نوم کابل کې جوړې شوې غونډه کې د افغان پولیسو په رهبرۍ انتقاد وکړ، ویې‌ویل چې ناسالم مدیریت نه‌یوازې د پولیسو اغېزمنتیا کموي بلکې د دې ځواک په روحیه او مورال هم اغېز لري.

فرانز مایکل مېلېبن د افغان پولیسو په رهبرۍ انتقاد وکړ
فرانز مایکل مېلېبن د افغان پولیسو په رهبرۍ انتقاد وکړ

ښاغلي مېلېبن زیاته کړه:

"لومړۍ مسئله چې زه غواړم ورته اشاره وکړم باید پولیس غیر سیاسي شي، زموږ موندنې ښيي چې یو شمېر پولیس خپلې رهبرۍ او خلکو ته وفاداره نه‎دي بلکې ځانګړي کړۍ ته کار کوي چې باید دا ستونزه حل شي."

بل‎خوا افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو قوماندان جان نېکولسن هم په همغږۍ او سالمې رهبرۍ ټنیګار کوي او وايي چې دا موضوع د افغان ځواکونو د پرمختګ لامل کېږي.

ښاغلی نېکولسن د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ ډاډ تر څنګ وايي چې له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته به هم د ناټو ځواکونو ۱۲۷۰۰ سرتېري په افغانستان کې د مرستو او مشورو لپاره پاتې وي.

جان نیکولسن د پولیسو په همغږۍ او سالمې رهبری ټنیګار کوي
جان نیکولسن د پولیسو په همغږۍ او سالمې رهبری ټنیګار کوي

ښاغلي نېکولسن زیاته کړه:

"په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په دې کار کوي چې له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته څنګه په افغانستان کې خپل مأموریت ته دوام ورکړي په داسې حال کې چې دا پروګرام موږ ته اجازه راکوي څو له افغان ځواکونو هر اړخېز ملاتړ وکړو."

په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د پولیسو په لیکو کې بدلونونه او اصلاحات راغلي خو کفایت نه‌کوي.

هغه د پولیسو په رهبرۍ کې ستونزې تائیدوي او وايي چې ځيني پولیس د خپلو قوماندانانو له چلنده شکایت لري.

عبدالله وايي چې د پولیسو په لیکو کې بدلونونه او اصلاحات راغلي خو کفایت نه کوي.
عبدالله وايي چې د پولیسو په لیکو کې بدلونونه او اصلاحات راغلي خو کفایت نه کوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"بدلونونه پیل شوي خو کافي نه‎دي، اصلاحات پیل شوي خو لاهم ستونزې پر ځای شته، پولیس چې په سنګر کې جنګېږي هیلې یې خدای ته وي خو ویني چې رهبري ورسره څه کوي."

د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي چې پولیس باید د قانون له‌خوا رهبري شي نه د سیاسي ډلو له لوري.

هغه د پولیسو د راتلونکي په اړه دې غونډې ته وویل، په ګمارلو او ترفېع کې د سیاسي کړیو لاسوهنه د دې لامل کېږي چې ځواکونه د جنګ په میدان کې زړه نا زړه شي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د پولیسو په اړه دې اندېښنو ته په ځواب کې وویل چې پولیس بې‌طرفه دي او د دغه ځواک د مسلکي کېدو لپاره ډېر اقدامات شوي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG