د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

بارکزی: د ارزګان پخواني امنیه قوماندان ۵ میلیونه افغانۍ فساد کړی


چارواکي وايي په ارزګان ولایت کې فساد خپل اوج ته رسېدلی او ولایتي اداره یې مخه نه شي نیولای.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې د ارزګان ولایت مخکني امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي په دغه ولایت کې د خپلې دندې پرمهال د خیالي پولیسو په نوم پولیس له تشکیله ایستلي او د هغوی معاشات يې له ځانه سره وړي چې شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

نوموړي له مرکزي دولته وغوښتل چې دغه موضوع په جدیت وڅېړي او په فساد کې د ښکیلو کسانو سره قانوني چلند وکړي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزی
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزی

ښاغلي بارکزي زیاته کړه:

"ارزګان کې د پولیسو مرمۍ پلورل کېږي، د پولیسو تیل غلا کېږي، د هغوی معاشات شخصي جېبو ته لویږي ځکه ناامني زیاته شوې او خلک پر دولت بې باوره شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېر څه باندې یوه کال کې ۷ تنه د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانانو په توګه ټاکل شوي دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت پخوانی امینه قوماندان ولي جان سرحدي پرځان لګیدلي تورونه بې ځايه بولي؛ وايي، کوم ۱۲ پولیس یې چې له تشکیله ایستلي هغه خیالي پولیس وو او دا کار یې د والي، ملي امنیت د رئیس او نورو دولتي چارواکو سره په مشوره کړی.

د ارزګان ولایت پخوانی امینه قوماندان ولي جان سرحدي
د ارزګان ولایت پخوانی امینه قوماندان ولي جان سرحدي

سرحدي زیاته کړه:

"د هغه ۱۲ سوه پولیسو معاشات موږ د تشکیل مطابق حواله کړي دا زما لاسته راوړنه وه چې ۵ میلیونه افغانۍ د خلکو له لاسونو راوګرځېد او د دولت خزانې ته اضافه شوې."

هاخوا بیا هغه یو شمېر پولیس چې د مخکني امنیه قوماندان ولي جان سرحدي له لوري د پولیسو له لیکو ایستل شوي وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د جګړې په لومړې کرښه کې دي خو تر اوسه معاشونه نه دي ورکول شوي.

یو شمېر پولیسو ازادي راډیو ته وویل:

"نوم مې ولي‎داد دی د پوستې قوماندان یم ۱۲کسه پولیس لرم له ۵ میاشتو راهیسې دولت موږ ته معاش نه دی راکړی شپه او ورځ په جګړه بوخت یو.

- زما نوم محمد دی ، څلور کاله کېږي چې په دولت کې پولیس یم؛ شپه ورځ د جګړې په لومړې کرښه کې د وسله‎والو طالبانو سره جګړه کوم خو دولت مې خیالي پولیس بولي."

د یادونې وړده چې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د پلان او سټراټیژۍ برخې معین هم ارزګان ته تللی و څو په دغه ولایت کې د پولیسو په لیکو د اصلاحاتو ترڅنک د امنیتي وضعیت ارزونه وکړي.

راپور: شریف الله شرافت - ارزګان

XS
SM
MD
LG